دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۰۴
د مطلب کود : 36267
پاکستان نه غواړي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي
په پاکستان کې د امریکا سفیر د امریکا مشرتابه ته سپارښتنه وکړه چې د پاکستان په وړاندې داسي پالیسي خپله کړي چې د دغه هیواد په چارو کې مداخله حداقل ته ورسېږي او د دغه هیواد په چارو کې شفافیت حد اکثر ته ورسوي.
تاند - په اسلام اباد کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر کېمرون منتر نن وویل چې د پاکستان د آی ایس آی او د امریکا د سي آی اې ترمنځ همکاري هماغه راز دوام لري.

ده چې د امریکا د باسټن ایالت په هارورډ کینډي پوهنتون کې خبرې کولې، وویل:« پاکستاني سیاستوال او چارواکي نه غواړي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي.»

د پاکستان د نېشن انګلیسي ژبې ورځپاڼې د راپور له مخې کېمرون منتر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د پاکستان دفاع وزیر وویل، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د اکمالاتو لپاره پاکستان خپله ترانزیتي لار موقتاً پرانستې ده.

ده د امریکا او پاکستان د پوځونو ترمنځ اړیکې ښې وبللې، او جالبه یې دا وکړه چې:« د ترور پرضد په جګړه کې د پاکستان او امریکا شراکت سره برابر دی خو که د پاکستان د استخباراتو ريیس جنرال شجاع پاشا له خپلې چوکۍ لېري شي د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې اغېزمنېدای شي.»

په پاکستان کې د امریکا سفیر د امریکا مشرتابه ته سپارښتنه وکړه چې د پاکستان په وړاندې داسي پالیسي خپله کړي چې د دغه هیواد په چارو کې مداخله حداقل ته ورسېږي او د دغه هیواد په چارو کې شفافیت حد اکثر ته ورسوي.

ښاغلي منتر همداراز وویل چې د اسلام اباد او راولپنډۍ مشران له واشنګټن سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو دوی په عین حال کې باور لري چې د دواړو خواوو اړیکې باید د دوه اړخیز احترام پراساس وي.

ده پاکستان له یوې داسي بیړۍ سره پرتله کړ چې په سمندر کې نه مخکې ځي او نه شاته ځي خو ډوبېدای هم نه شي.

د پاکستان او امریکا اړیکې د تېر کال په مې میاشت کې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژلو او د همدغه کال په نومبر کې د ۲۴ پاکستاني سرحدي ځواکونو د وژلو پرسر ترینګلې شوې. پاکستان امریکایان د بلوچستان له شمسي هوايي اډې وایستل او د ناټو پر کاروانونو یې ترانزیتي لار بنده کړه خو پرون څرګنده شوه چې پاکستان خپله ترانزیتي لار بېرته پرانستې ده.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz5bf.rhb00p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته