دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 147284
رضا رفعت د قالیبافی څخه د افغانستان سراسری کانکور لمړۍ مقام تر کسبه پوری
رضا رفعت د محمد عوض زوی؛ هغه زده کوونکی چی د کانکور ۱۷۰ زره زده کوونکوترمنځ چی د سږ کال کانکور کی اشتراک کړی وو، لمړۍ مقام لاسته راوړه.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، رضا د ۳۴۴.۲۴ نمرو په اخیستلو سره، د کابل طبی پوهنځی ته لاره موندلی دی.

ښاغلی رفعت په یو مصاحبه کی د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) خبرګزاری ته ویلی چی هغه په داسی حال کی دا مقام ته رسیدلی دی چی کورنۍ یی د اقتصادی سختو مشکلاتو سره مخامخ دی.

هغه وایی چی پلار یی د صفا کار په حیث د کابل په شهرداری کی کار کوی او له دی مخی هغه مجبور وو چی ددی ترڅنګ چی درس وایی، څو ساعته قالیبافی یا قالی اوبدنه وکړی.

رضا دی پوښتنی ته په ځواب کی چی څنګه دا مقام ته ورسیدل وویل چی د کورنۍ تشویق او د هغه شپی او ورځنۍ هڅو هغه دی مقام ته رسولی دی.

هغه ټینګار کوی چی بریالیتوبونو قلو ته رسیدلو لپاره خپل هڅو ته ادامه ورکوی.

سږ کال ۱۸۷۹۰۶ تنه په کانکور کی ثبت نام کړی وو چی د هغه څخه ۱۶۹۵۲۹ تنه په آزموینه کی ګډون کړی وو.

۱۴۷۵۳۰ تنه سږ کال دولتی او خصوصی پوهنتونونو ته لاره موندلی چی ۳۳ سلنه یی انجونی تشکیلوی.

https://avapress.com/vdcbwzb8arhba5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته