د ښځو او ماشومانو د حقونو څیړنیز بنسټ په افغانستان کې له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي لپاره یو ویب سایټ جوړ کړ.
د ښځو او ماشومانو د حقونو څیړنیز بنسټ په افغانستان کې له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي لپاره یو ویب سایټ جوړ کړ. د دغه بنسټ رییسې زرقا یفتلي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغه ویب سایټ له لارې غواړي د ښځو د جنسي ځورونې او نورو ستونزو سره مبارزه وکړي. میرمن یفتلي زیاته کړه، هغه ښځې چې انټرنټ ته لاس رسی لري کولای شي خپلې ستونزې له دوی سره شریکې او د حل لپاره یې مشورې ترلاسه کړي. افغان ښځې شکایت کوي، چې په دولتي او نادولتي ادارو، لارو او ښار کې له جنسیتي ستونزو سره مخامخیږي.