د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی په دی اړه وای، د یاد ولایت د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب مجاهد په یوه بمي چاودنه کې د شنبه په ورځ د سهار ۸:۳۰ دقیقی ددی ولسوالۍ په کې د یوځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.
سرچنیو زیاتیوی، هغه ولسوال د یادې سیمې ته د یو شمېر شکمنو کسانو د نیولو په موخه روان و، چې پر موټر یې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوی دی.
خوږ یاڼی وای، په دی چاودنه کې دغه ولسوال، د بټي کوټ امنیه قوماندان، د ملي امنیت مدیر او یو تن کارکوونکی زخمیان شوي دي.
د دغه چاودنی تر اوسه کوم دلی مسولیت پر غاره ندی اخیستي.