دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 150082
پکتیا کې په یو هوايي برید کې ۷ وسله وال وژل شوي

د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې پرون د دوشنبې ورځې ناوخته مازدیګر د سیدکرم ولسوالۍ د غوریزې په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې ۷ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو ته په استول شوي خبر پاڼه کې راغلي چې وسله وال په دوه سراچه ګاډو کې وو چې د دقیقو کشفي مالوماتو له مخې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له لوري ورباندې هوايي برید وشو.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دې برید کې ۷ وسله وال وژل شوي او د طالبانو د یو قوماندن سیف الله په ګډون په کې دوه تنه سخت ټپیان شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغه برید کې د وسله والو دواړه موټر او ګڼ شمېر وسلې او مهماتهم له منځه تللي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwgb85rhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته