د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت پېښه تائید کړې او وايي، چې لومړی یو برید ګر د بانک مخې ته ځانمرګی برید وکړ او نور بریدګر بانک ته وردننه شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې برید د ۵ بریدګرو په وژل کیدو د مازیګر پر څلورنیمې بجو پای ته رسیدلی دی.
د هغه په وینا؛ په دې برید کې د عامه محافظت دوه سرتېري وژل شوي، درې سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپیان دي.
د پکتیا عامې روغتیا سرپرست داکتر شیر محمد وایي، له دغه برید څخه د ګردېز ولایتي روغتون ته درې جسدونه او ۳۱ ټپیان وروړل شوې، چې په وینا یې ډېري قربانیان ملکي وګړي دي.
د برید پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخیستې.