دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 153089
د نوې سیاسي اجماع په اړه د عطا محمد نور او حاجي محقق لیدنې کتنې

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس د یوې نوې سیاسي اجماع د رامنځته کولو په خاطر لیدنې کتنې پیل کړی دی.

د راپورنو له مخې، ښاغلي نور تیره ورځ د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس مرستیال له حاجې محمد محقق او یو شمېر نورو سیاسي مشارنو سره په دې اړه هم لیدنې کتنې درلود.

ښاغلي نور په یوه بیان کې لیکلي، چې له ښاغلي محقق سره د کتنې پر مهال د هېواد د جاري حالاتو په اړه، موجود سیاسي ستونزو، د امنیتي حالاتو د خرابوالي، او نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو غاړو په دې ټینګار وکړل چې د افغانستان ژغورنې ائتلاف او نورې سیاسي ګوندونه دې د روان حالاتو په هکله د بحث او خبرو په خاطر یوه ستر اجماع رامنځته کړي.

د خبرپاڼې په وینا، دواړو غاړو د نوې سیاسي ائتلاف د راتلونکو برنامو په اړه هم بحث او خبرې کړې.

د هېواد یو شمېر مهم سیاسي مشران چې ظاهراً د ملي یووالي حکومت له هڅو او فعالیتونو ناراضه دي، کابو پنځه میاشتې مخکې د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا» په نوم د یوه نوې ائتلاف د جوړولو خبر ورکړ.

د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwfb89rhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته