د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) د ګزارش له مخی، د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان برید جنرال ولی محمد احمدزی نن په یو خبری ناسته کی وویل: چی خپل په مشرۍ یی پر مارجه ولسوالی باندی د د ځمکنۍ ځواک او هوایی ځواک سره عملیات کړۍ چی په ترڅ کی دشمن ډیر زیان ولیدل او افغان ځواکونه خپل مقصد ته ورسیدل.
د هغه په وینا په دی ولسوالی کی تازه نفسه ځواکونه ځای پرځای سول او امنیت یی برقراره سو.
هغه وويل، چې په سنګين ولسوالۍ کې هم د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د يوه قومندان عصمت الله په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.
په دې ناسته کې هلمند والي حيات الله حيات وويل، چې په مارجې، ګرمسېر، نادعلي او سنګين ولسواليو کې عمليات لا هم روان دي او د پلان مطابق به تر هغو دوام ولري چې ټولې سيمې د مخالفينو له شتون څخه پاکېږي.