دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 149787
کندهار ولایت کی ۴ تنه وسله والو وژل شوی دی
افغان امنیتی ځواکونو په کندهار ولایت کی عملیات کړی دی. د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې، ۴ وسله ‎والو وژل شوي دي.

 
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د دفاع وزارت نه خپرې شوې خبرپاڼه کی ویلی دی، چې د افغان امنیتی ځواکونو په پوځي عملیات کې ۴ وسله‎والو وژل شوي دي.
سرچینو زیاتیوی،‎ چې افغان امنیتی ځواکونو دا پوځي عملیات په کندهار ولایت کې د وسله‎والو پر ضد په لاره اچولي وو.
په خبر پانه کی ویلی دی، د یاد ععملیات چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې ترسره شول، د دولت مخالفینو څو پټن‎ځایونه له‎منځه تلي او د ماینونو په جوړولو کې کارونکي توکي هم له‎منځه وړل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه رسنیوټه  څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdcbw9b8zrhbazp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته