دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 131885
د عاشورا څخه لمانځنه؛ د خدای تعالی د اولیاوو سره ناسته
د امام حسین (ع) د پیروان په حیث ددی ولی د عزاداری په میاشت کی دهغه سره په ناسته کی، کولای سو خپل روح پاک او مطهره کړو او یو بل سړی دځانه جوړ کړو.
د حضرت امام حسین (ع) د ماتم په میاشت کی دا رسم دی چی دینی مبلغان د امام حسین (ع) اهداف تشریح کوی او دیاده وتلی نکتی یو ځل بیا وایی. د امام حسین عاشورا د قیام او یا انقلاب په نامه هم یادیږی، عالمان دا ورځی د امام حسین (ع) انقلاب بولی. هغه څه چی خاص اهمیت لری دادی چی ددی ورځی تکریم او لمانځنه زموږ پرټولنه او خلګ باندی کوم تاثیرات لری؛ یا په بله ژبه دا میاشت څنګه ولمانځل سی چی وکولای سی پر موږ تاثیر ولری او په دی میاشت کی موږ تغیر او تحول وکړو؟ که موږ امام حسین(ع) یو انقلابی بولو، طبیعی دی چی د خلګو څخه هم غواړو چی انقلابی ژوند وکړی او دهغه په شان قیام وکړی، ظالمان او ستم کاران له منځه یوسی. خو دهغه ځایه چی زموږ وخت د امام حسین (ع) د وخت سره ډیر فرقونه لری او هیڅ انقلاب د خپل جغرافیایی وخت، ځای او شرایط بغیره نه سی تعریف کیدلای او تحقق نه سی پیداکولای په دا صورت کی څنګه کولای سو دامام حسین (ع) دلاری او روش څخه ګټه واخلو او دا تګلاره په خپل ژوند کی عملی کړو؟ یو پیشنهاد دادی چی باید شرایط ته داسی تغیر ورکړو چی د امام حسین(ع) شرایط منځته راسی، هغه وخت د امام حسین قیام ته به لاس واچوو. خو دا یو داسی تګلاره ده چی نه د عاشورا د عقلانیت سره سمون لری او نه تحقق پیدا کولای سی. هغه څه چی امام حسین(ع) موږ ته راښولی دی د آزادګی درس دی، خو دا چی آزادګی څنګه لاسته راوړو، په هر عصر او هماغه نسل پوری مربوطیږی. بل دا چی، د امام حسین (ع) په حرکت کی د اختیار عنصر د فوق العاده ارزش لرونکی دی، یعنی امام د کوفی پر خلګو فشار وارد نه کړ، د تاریخ د بیاناتو څخه، امام خپل سفیران او پیغام رسوونکی واستول چی دکوفی دهغه وخت د حاکم دوضعیت څخه خبر سی، نه دا چی د کوفی خلګ تر فشار لاندی راولی او دهغه څخه اطاعت وکړی. بنا پردی د هغه شخصیت له لحاظه چی امام حسین(ع) درلودی، نه سو کولای د امام حسین(ع) د قیام د ظهور شرایط رامنځته کړو. ددی غیری منطقی لارو ماسیوا نور لاری هم وجود لری او باید ګټه ځینی واخیستل سی او د عاشورا د حادثو څخه د آزادګی درس واخلو، هغه لاره چی دهغه امام په سنت او سیرت کی هم مشاهده کولای سو. هغه لاره دادی چی امام حسین(ع) بی له شکه د خدای د اولیاوو څخه وو. د خدای د اولیاوو دخاصیتونو څخه دادی چی مړ او ژوندی نه لری، مکان او زمان پوری مربوط نه دی. د خدای د اولیاوو روح په هر ځای او هر وخت کی حاضر دی، یواځی کافی دی چی خلګ خپل ځان آماده کړی ترڅو د هغوی د آسمانی روح تر زلال لاندی خپل ځان پاک کړی. داسی روح چی دخدای تر رحمت لاندی قرار نیولی دی او هر یو چی دهغه څخه فیض واخلی، بی له شکه نور مثبت تغیرات به دهغه په ژوند کی رامنځته سی او دهغه ژوند ته تغیر ورکړی. اوس هغه پوښتنه چی پیدا کیږی دا دی چی، څنګه کولای سو د خدای د اولیاوو تر څنګ ناسته وکړو او دهغوی د ګاونډی توب څخه ګټه واخلو؟ مسلمان عالمان ویلی دی چی دخدای د اولیاوو سره ناسته د نور سره ناسته ده چی هم انسان ته نور ورکوی او هم ګرمی. حضرت مولانا وایی: کار مردان روشنی و ګرمی است ؛ کار دونان حیله و بی شرمی است موږ هم کولای سو د امام حسین(ع) تر څنګ په ناستی سره د هغه څخه نور او ګرما ترلاسه کړو، خرابیانی د خپل ځان څخه لیری کړو. مولانا جلال ادین بلخی – رومی د خدای د اولیاوو لپاره نور نیکی خبری هم لری چی وایی: دردرون شان صد قیامت نقد هست، کمترین آن که شود همسایه مست دا مستی او نشاط د حضرت امام حسین (ع) او هم د هغه په میاشت کی وجود لری. بنا پر دی باید د الهی اولیاوو صبغه، د خلګو په دننی تغیراتو او تحولاتو کی راژوندی کړو. محترم نصیحت کوونکی باید پردی نکتی باندی ټینګار وکړی چی د امام حسین (ع) د عاشورا او شهادت د لمانځنی د ثمرو څخه یو دادی چی هر کال د هغه په ماتم کی کښینو، ددی نور او روشنایی منبع څخه الهام واخلو او خپل ځان ته تغیر ورکړو. تحول په خلګو کی هماغه دننی او اخلاقی تغیر دی. په هغه رفتار او کردار کی چی د محرم نه مخکی مو په کی قرار درلودی، تجدید نظر وکړو او عاشورا ته د د زلال په شکل وګورو چی ناپاکی روح او اخلاقی رذیلتونه پریولو او خپل ځان پاک، مطهر او مطرا کړو. دا سخت کار نه دی په دی شرط چی یو اهتمام صورت ونیسی، یو نیت او قصد باید په کار کی وی. که زموږ په اوسنی ټولنه کی فساد حاکم دی، که رشوت، درواغ، ریاکاری، تهمت او نور اخلاقی رذیلتونه او صفتونه وجود لری او یا که خرابی اخلاقی صفتونه په ټولنه کی رامنځته سوی دی، ټوله لیری کیږی، هغه وخت چی جدی قصد وسی او دخدای دولی ترڅنګ قرار ونیسو. خلاصه تعبیر دادی چی دیو ځای ناستی زمینه واعظان او روحانیان منځته راوړی تر څو لومړی خپل نفس تربیت کړی او خپل زنګ او زنګار د عاشورا د زلال پواسطه پریولی، دخپل وجود مس د عاشورا په کیمیا سره په زر تبدیل کړی. هغه وخت دا زمینه رامنځته کړی چی خلګ باالخصوص ماتم نیونکی ددی کرامت د چشمی ترڅنګ، حریت او انسانیت ترڅنګ کښینی او خپل روح او روان صفا او پاک کړی. د یوځای ناستی معیار او محک دادی چی د عاشورا دتیریدو وروسته په موږ کی تغیر او تحول راغلی وی. زموږ د ټولنی ډیر مشکلات د اخلاقی فسادو څخه دی، ددرواغ وینی بازار، تهمت لګول، ریا کول پکی رواج دی. هر یو ددی اخلاقی رذیلتونه څخه خپله یو اجتماعی آفت دی. د امام پیروان هغه کسان دی چی خپل ځان ددی رذیلتونو څخه پاک کړی هغه اوبه چی دا رذیلتونه پریولی د خدای د اولیاوو سره ناسته ده. موږ داسلامی تفکر په تاریخ کی ویلی دی چی دخدای د اولیاوو هم ناسته سول ددی آسمانی روحو څخه ګټه پورته کړ، لوی تغیرات په خپل روخ او ځان کی راوړ او بل سړی سو، بل مسیر او لاره انتخاب کړ د علامه اقبال لاهوری په وینا: چونکه در جان رفت جان دیګر شود ؛ جان چون دیګر شد جهان دیګر شود مثل حق پنهان وهم پیداست این ؛ زنده و پاینده و ګویا است این د امام حسین (ع) د پیروان په حیث ددی ولی د عزاداری په میاشت کی دهغه سره په ناسته کی، کولای سو خپل روح پاک او مطهره کړو او یو بل سړی دځانه جوړ کړو.
https://avapress.com/vdcbw8b8srhbfwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته