دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 146285
د دوستم دوسیې په اړه د اروپايي ټولنې غبرګون: له مجازاتو څخه نه باید تیښته وشي

اروپايي ټولنې محکمې ته د ولسمشر لومړي مرستیال د دوسیې استولو وروسته د افغانستان له محکمې غوښټي چې پایلې یې پروخت اعلان کړي.

اروپايي ټولنې په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سازمان په یو عادلانه محکمه کې د ولسمشرلومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د بشري حقونو د سرغړونې د تور دوسیې پر وخت د پایلو د څیړنوغوښته کوي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د مجازاتو څخه باید تیښته ونشي . دغه سازمان د افغانستان له ټولو وګړو غوښتي چې د سولې پرمختګ ، ټیکاو، ډيمکراسۍ او د قانون حاکمیت ته د پوره احترام په پام کې نیولو سره یوځای کار وکړي.

په داسې حال کې چې نږدې دوه میاشتې کېږي چې جنرال دوستم په ترکیه کې دی، لوی څارنوالي ویلي چې په احمدایشچي باندې دتېري دوسیه نږدې میاشت مخکې محکمې ته استول شوې.خو دجنرال دوستم له ایتلاف وروسته، په ظاهره له احمدایشچي سره یې د ناوړه چلند دوسیه هم جدي شوې.

وړمه ورځ ولسمشرغني هم د دغې دوسیې په اړه وویل چې جنرال د وستم د لوی څارنوالي په اجازه ترکیې ته تللی. له ولسمشرغني څوساعته وروسته، دامریکا سفارت شارژدافېرهم د دغې دوسیې دڅېړلوغوښتنه وکړه.

خو د دوستم دفتر پرون چهارشنبه د چنګاښ ۱۴ خبرپاڼه کې ویلي چې دولسمشرغني دغه خبرې له حقیقت څخه لرې اود امریکاسفارت شارژدافېرڅرګندونې هم غیرمسوولانه بلل شوې.

نږدې اته میاشتې مخکې احمدایشچي ادعا وکړه چې د دوستم ساتوونکو د جوزجان په مرکزکې نوموړی تښتولی اوله شکنجې وروسته یې ناوړه جنسي چلند ورسره کړی.هغه څه چې ددې لامل شول ، څود دوستم نهه تنه ساتوونکي د څېړنو په موخه حاضرشي ، خوجنرال دوستم تراوسه څارنوالۍ اومحکمې ته نه ده حاضرشوی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw0b8srhba5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته