دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 137050
د امریکا نمایشی نقش د سوریی د سولی په مذاکراتو کی
د امریکا د خارجی وزارت ویلی دی چی قزاقستان ته د سوریی دسولی د مذاکراتو لپاره به یو هیات نه استوی او یواځی خپل سفیر په قزاقستان کی ددی هیواد د نمایندی په عنوان خبرو اترو ته به واستوی.

قرار دی چی دا مذاکرات او یا خبری اتری دوشنبه او سه شنبه ( ۴ او ۵ دلو) د روسیی، ترکیی، ایران، د سوریی د نمایندګانو څخه او د سوری معرض ډلو څخه د آستانه په ښار کی جوړ سی.

د امریکا د خارجی وزارت ویاند ویلی دی چی دا اقدام ددی لپاره دی چی مقامات د قدرت په انتقال کی مصروف دی.

روسیه، د سوریی دسولی د مذاکراتو اصلی سازمان ورکوونکی، د امریکا څخه غوښتلی وو چی په دی مذاکراتو کی حضور ولری. ایران هم ددی غوښتنی څخه ښه راغلاست نه دی کړی.

روسیه مخکی هم اعلان کړی دی چی د سوریی بحران حل او فصل د امریکا د شتون بغیر د امکان وړ نه دی.

  تحلیلګران ویلی دی چی د امریکا دا اقدام چی خپل هیات د واشنګتن څخه وانه ستوی، ددی باعث ګرځیدلی دی چی دا هیواد په اوسنی هڅو کی د سوریی د مناقشو د حل لپاره یو تماشاچی په نظر راسی.

د هغوی په باور د امریکا د خارجی وزارت دا بهانه د هیات د نه شتون لپاره د باور وړ نه دی خو د توجیی وړ دی.

دا عکس العمل د روسیی د رسمی غوښتنی په وړاندی د امریکا څخه د سولی په مذاکراتو کی د شرکت کولو لپاره، ددی شکاره کوونکی دی چی د امریکا د خارجی وزارت د سیاست دستګاه هغه نقش چی امریکا ته په دی روند کی ورکړی دی، راضی نه دی او دا ددی هیواد د شان سره نه ښایی.

له بلی خوا، امریکا د روسیی د غوښتنی په وړاندی منفی ځواب هم نه دی ورکړی او داسی معلومیږی چی په دی برخه کی دوه شاید شتون ولری: یودا چی په امریکا کی نوی دولت د ترامپ په مشری چی ویل کیږی د روسیی د ولس مشر پوتین سره نږدی اړیکی لری، مینه نه لری چی د کار په شروع کی، د روسیی د غوښتنی په ردولو سره، هغه زمینی چی ددی لویو قدرتونو د اړیکو د پراختیا لپاره په راتلونکی کی وجود لری له منځه یوسی او په دی ترتیب، روسان ددی دولت په وړاندی لکه مخکنۍ دولت په شان بدبینه کړی.

د امریکا دوهمه انګیزه خک دادی چی امریکا د سوریی د راتلونکی سیاسی بحران د مشارکت لپاره خپل لاره له لاسه ورنه کړی.

د پوهانو په باور، که امریکا د آستانی په ناسته کی د حضور څخه امتناع وکړی، دا په دی معنی وو چی امریکا د سوریی د بحران د سولی د روند څخه خارج دی او په دی ترتیب، اضافه پردی چی په منطقه کی ددی هیواد د دشمنانو د خوشحالی سبب ګرځی، د امریکا راتلونکی نقش د خاورمیانی په مسایلو کی هم دخطر سره مخامخوله او په دی ترتیب، په یو ډول سره د امریکا د سلطی د ختم شروع په خاورمیانه کی قلمدادیدی.

په دی ټولو احوالو سره، کارپوهان وایی چی د امریکا حضور د آستانی په ناسته کی د سفیر په سطحه، لزومآ نه سی کولای د سوریی د سیاسی راتلونکی بحران لپاره ددی هیواد سهم او نقش تامین کړی او امریکا په دی روند کی د حاشیی څخه متن ته، انتقال کړی.

په دی اړه، څو مهم او د طرحی وړ استدلالونه وجود لری. لومړی مساله دادی چی په واشنګتن کی د مسکو مطلوب دولت په رامنځته کیدوسره، تر اوسه د عکس العملونو درانده سایه، بی اعتمادی، بدبینی، رقابت او خصومت ددی دوو هیوادو پر اړیکو، مستولی دی او په دی اساس، هرڅومره چی د روسیی نقش د سوریی په بحران کی پررنګ سی، د امریکا نقش به هم کموالی پیدا کړی.

دوهمه موضوع دادی چی ایران هم دسوریی د سولی په جاری روند کی د تشکیلوونکی اصلی ضلعی په حیث، د امریکا د حضور سره په دی روند کی د اساس څخه، مخالف وو او هغه د هر سولی لپاره بحران بولی؛ په دی اساس، حتی که روسان د امریکا د حضور سره مینه ولری، خو د ایران د مخالفت څخه هم سترګی نه سی پټولای.

دریمه مساله دادی چی که ترکیه د امریکا د متحد په عنوان په ناتو کی او د سوری معارضانو د ملاتړ کوونکی څخه ددی نه مخکی چی د امریکا د ګټی لپاره هملاری او همطرفی شکاره کړی، د ایران او روسیی مواضعو ته مینه ښودلی دی.

دا هیواد، په اخیر کی رسمآ اعلان کړی دی چی د بشار اسد لیری کول د قدرت څخه د سولی د کامیابه کیدو د شرط لپاره هم مطرح نه دی. په داسی حال کی چی ددی نه مخکی، د ښاغلی اسد برطرفه کیدل د پوهانو په باور، د سوریی په بحران کی د امریکا د هملورو غوښتنو کلیدی غوښتنو په حیث وو او دترکیی دا موضع، عملا ددی هیواد لاره د امریکا څخه بیلوی او ایران او روسیی ته نږدی کوی.
https://avapress.com/vdcbszb8grhbfgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته