دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 125251
نوی کال او د دولت حاکمیت چالیشونه
د پخوانی خلګو چی اوس متل سوی دی ډیرحکمتونه او پندونه لری او کولای سو د هغو په بیان کی ځینی واقعیتونه ښکاره کړو.په فارسی کی یو متل دی وایی چی هغه کال چی ودانه دی په پسرلی کی معلومیږی. که بیاهم د نوی کال څخه میاشت لا ندی تیره سوی منګر بیاهم هغه قیصی او پیښی چی سوی دا داسی معلومیږی چی نوی کال زمونږ خلک د ډیر او ستونزی او مشکلاتونو سره مخامخ کیږی.
ځینی وخت په متناقصه ویلو چی کیږی دغه ابهام جوړوی چی زمونږ مشران او قومندان صاحبان یو لاس او یو مټه په دوغو پیښو کی ندی خبر چی څه قیصی روانه ده.
یو امریکایی قومندان ویلی دی چی د داعش تروریستی شبکی د افغانستان په شرق کی مخ په نابودی کی دی. څو ورځو لانه ؤو تیره سوی چی د افغانستان په ځینی علاقو کی ویل کیدی چی اوس طالبان او داعشیان سره یو موټه سوی دی او امکان لری چی دواړو ډلو کی سره یو ځای شی، دلیل چی بیان سوی دی هم دا دی چی کله چی ملا عمر مړ سو طالبان خپل په مابین کی اختلافونه درلوده او د مرکز څخه تښتیدله او هلته نا امنی ډیر سو په دغه خاطر کی د داعش سره یو ځای کیدله.
له بلی خوا هم د پسرلی په اوله میاشت کی طالبان د خپلی نوی عملیاتونه طرحونه خبر ورکولی او یو لوی عملیات د عمری په نامه یی پیل کړی دی چی د افغانستان په ځینی علاقو کی اجرا سوی دی. د جوزجان په یو ولسوالی کی جنګونه د طالبانو او دولتی ځواکونه په مابین کی جریان لری.د کندوز د کلازال ولسوالی کی د طالبانو په لاس کی راغلی دی په داسی حال چی سو ورځو مخ کی اعلام سوی وو چی طالبان په کندوز ولایت کی ډیر یو سخت ښکست یی خوړلی دی .
دغه جنګونه د هیواد په شمالی کی لکه کندوز او بغلان او فاریاب او جوزجان دا ښکاره کوی چی ټوله جنګونه په جاری کال کی د هیواد په شمالی کی جریان به لری.
ناامنی په نور علاقو کی لکه بخشان هم ادامه به لری.د دولتی حاکمیت د کمیښت څخه داسی خبرونه نشر کیږی چی د قاچاق او مخدره موادو ډلی د بدخشان په ځینی ولسوالیانی جوریږی او ځینی قومندانان او محلی مشران غواړی چی د قاچاقچیان سره په یو کاسه کی سی.
ځینی ریپورتونه هم داسی معلوموی چی د هیواد په غرب کی چندانی نورماله وضعیت نه لرو.په تیره سو اوونیو کی د دولتی ځواکونه د کامیابی عملیات د شین ډند د زیرکوه په علاقه کی نشر سوی دی او ویل سوی دی چی طالبان د هغه علاقو کی تښتیدلی دی.د طالبانو د ټښته د رسونه سه لاسم نه ؤو نشر سوی چی اسماعیل خان د حمل پر ۲۹ د یو غونډه په سخنرانی کی حکومت ته هشدار یی راکړه او وویل چی مونږ نه پریږدو چی په هرات او نور غربی مناطقو کی د قندوز تجربی حاصله کی.
اسماعیل خان د خپلی په خبرو کی ځینی پوښتنی هم مطرحه کړی وو ، ایا د هیواد غرب داسی ستونزی لکه کندوز غوندی لری او که یعه دا یوازی یو هشدار وو چی د اسماعیل خان لخوا و دولت ته دغسی صادر سوی دی؟
هر قسم چی دی دا معلوموی چی متاسفانه د حکومت حاکمیت هر ورځ تر بله ورځ بدتره کیږی.محلی حکومتونه مقتدره کیږی.که د اوسنی حالات دغسی ادامه پیدا کی داسی معلوموی چی جاری کال کی د افغانستان ولس او حکومت دپاره ښه کال به نه کیږی.
د اکثر پوهانو په باور باندی د دولت د حاکمیت کمیښت کی یوازی د نوی ډلو د جوریښت مسیله نه ده بکلی د هیواد دپاره نور ستونزی هم جوروی.لکه د مخدره مواد مافیا غوندی چی د هیواد په هره ځای کی سته او هم قسم کارونه او جنایتونه لکه اختطاف او غلا او داسی نور کارونه کوی او د ستونزی او مشکلاتونه زمینه برابروی.
هغه شی چی مونږ نګرانوی دا دی چی دولت تر اوسه پوری نه دی پوره سوی چی د حکومت پایګانی نه دی ټینګه او تر اوسه پوری دوی ته مشکل دی چی ټوله سره یو ځای سی او د هیواد ستونزی سره تحلیله کی او خپلی ضعفونه وپیژنی او د هغه دپاره یو کار او تلاش وکی.
کله چی طالبان د کندوز ښار تر دروازی پوری رسیږی او یا د پخوانی مجاهدینو قومندانان هشدار ورکوی باید دغی هشدارونوته جدی ونیسی. که دولت یو طرحه او یا پروګرام لری باید د خلکو سره ویش کړی ترسو چی ولس اطمینان حاصله کی چی حکومت د دوی په فکر کی سته .او که دولت توان او قدرت نه لری چی یو کار وکی باید خلکو ته ووایی او د دوی څخه مرسته وغواړی.
یو لار چی د خلکو اعتماد ټولوی، ناتمامو پروګرامونه دی چی یوازی پاته دی
کله چی د برقی تذکری د توزیع کولو او یا نور پروګرامونه د مشکلات سره مخامخ کیږی د حکومت اعتبار خراپیږی او د حکومت اتوریته پخپله کښته دریجی ته رسیږی او د ولس او حکومت په مابین کی فاصلی زیاتیږی.
حکومت که غواړی ځان تقویه کی باید دغه ستونزی حله کی او دخپلی او ولسو په مابین کی فاصیلی کمه کی او خلکو ته ور نږدی سی او د ځینی مشکلاتو په حلولو کی پر خلک باندی یو حساب خلاصه کړی. کله چی حکومت پر خلکو باندی بی تفاوته کیږی خلکو پخوانی مشران او قومندانان ته ورځی اوپه نتیجه کی دولتی حاکمیت کمیږی او ناامنی ډیریږی . کیدای سی چی دولت په یو سو بی سرنشینه الوتکی ځان خوشاله کی چی خارجیان ورکړی دی منګراو دولت د خلکو پتانسیل که د ځان سره و نه لری دا الوتکی هیڅ پکار نه راځی او په درد نه خوری. نو باید د خلکو زره د ځان سره باید خوشاله کی او ټول ولس سره یو مټه کی تر سو چی قدرت واخلی او حکومت یی شکست ناپذیره کی.
https://avapress.com/vdcbssb88rhb55p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته