دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 140155
هلمند کې د ملکي تلفاتو پېښو کره څېړنه کېږي
دهلمند ولايت چارواکی وایی، ددی ولایت د ملکي تلفاتو پېښو څېړلو په هکله د جلالتمآب ولسمشر په هدايت د ملي دفاع وزارت په مشرۍ راغلي پلاوي هلمند والي حيات الله حيات سره وکتل.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، په دې ناسته کې د هلمند ولايت د بېلابېلو امنيتي ارګانونو مسُولينو هم ګډون درلود.
د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبرشوی خبر پانه کی راغلی، دهلمند والي حيات الله حيات سره د خپل راتګ په اړه معلومات شريک کړل او وې وويل، چې په دې ولايت کې به د ملکي تلفاتو رامنځته شويو پېښو په هکله ژوره څېړنه وکړي.
دوئ وويل، چې د ګرشک ولسوالۍ مالګير سيمې اړوند تازه پېښې سربېره به د (کلا ګز) او سنګين ولسوالۍ اړوند پېښې هم دقيق وڅېړل شي.
هلمند والي حيات الله حيات ویلی، چې د ملکي کسانو د ژوند خونديتوب ډېر اړين دی او تل يې په نظامي غونډو کې د ملکي کسانو پر خونديتوب ټينګار کړی دی.
هغه زياته کړه، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ژوند ساتوونکي دي او دوئ بايد د خپلو دندو پر وخت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په خواشينۍ سره، چې د راپورونو له مخې د ګرشک ولسوالۍ مالګير او باباجي ترمنځ سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې د ملکي کسانو د يوې کورنۍ ۹ کسان شهيدان شوي دي، په همدې اساس دې ناستې ته د يادې پېښې د کورنۍ غړي او د سيمې اوسېدونکي رابلل شوي وه.
د هلمند والي حیات الله حيات او نظامي مسُولينو له لوري دغې کورنۍ سره ژوره خواشينې وښودل شوه او د پېښې څرنګوالي په هکله د يوه پلاوي ټاکل کېدو او کره څېړنې ژمنه ورکول شوه.
دغه راز ددې پېښې زيانمن شوې کورنۍ سره د هلمند والي حيات الله حيات له لوري د لومړنيو مرستو په توګه د سل زره افغانيو نغدي مرسته هم وشوه.
https://avapress.com/vdcbsgb8srhba8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته