دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 143855
هلمند کې ۸ طالب وسله‎وال وژل شوي دي
د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۸ طالب وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د هلمند ولایت سیمه‎ييز چارواکي نن( سې‎شنبې د غبرګولي۹مه) وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۸ طالب وسله‎وال وژل شوي دي.
د والي ویاند، عمر ځواک څرګندوي چې دې عملیاتو کې د یاد شمېر وسله‎والو وژل کېدو ترڅنګ یو شمېر نرو ټپيان دي.
ښاغلي ځواک وايي چې افغان ځ،کونو تېره ورځ دهلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو پټن‎ځایونه په نښه کړل.
ده د عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو ته د زیان اوښتو په اړه څه ونه ویل.
طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
https://avapress.com/vdcbsfb8srhbawp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته