دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 104551
میدان وردګو د علماؤ شورا رئیس،زوی او یو ساتونکی د چاودنې له امله ټپیان شول

د میدان وردګو ولایت د علماؤ شورا رئیس مولوی عزیزالرحمن صدیقي، د هغه زوی او یو ساتونکی د نوموړی په رینجرډوله موټر پسې د تړل شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ټپيان شوي .
یاده پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې هغه مهال رامنځته شوه،کله چې نوموړی غوښتل،له کابل څخه میدان ښار ته راشي .
دغه چاودنه د کابل ښار د ابن سینا روغتون ته څېرمه دهغه په رینجر ډوله موټر پسې د تړل شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې .
د علماؤ شورا د رئیس او ساتونکي روغتیایې وضعه یې ښه خو د زوی یې د اندېښنې وړ ده،چې دا مهال د کابل د پولیسو په ۲ سوه بستریز روغتون کې تر درملنې لاندي دي.
د میدان وردګو علماؤ شورا رئیس د ساتنې په موخه امنیتي ځواکونو ۳ سرتېرې او یو رینجر ډوله موټر ورکړی وو.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د دغه ولایت پر علماؤ شورا رئیس شوی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د مخالفینو یو نه بښوونکی عمل بللی دی.
د یادونې وړده،پر مولوی عزیز الرحمن صدیقي تردې وړاندې هم ۳ ځله ورته بېلابېلې پېښې رامنځته شوي،خو نوموړی ترې روغ وتی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbsab88rhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته