د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غبرګولي په ٩مه وويل چې څلور ورځې وړاندې انسان تښتوونکو د غزني ښار له مربوطاتو څخه دوه سوداګر تښتولي وو.
د غزني ولایت چارواکي وايي، دوه سوداګر د تښتوونکو له بنده ژغورلي دي. د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غبرګولي په ٩مه وويل چې څلور ورځې وړاندې انسان تښتوونکو د غزني ښار له مربوطاتو څخه دوه سوداګر تښتولي وو. هغه وايي چې پوليسو تېره شپه د يو لړ عملياتو په ترڅ کې دغه دوه سوداګر د تښتوونکو له منګلو وژغورل. هغه د نور جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې تړاو څو تښتوونکي هم نيول شوي دي. امرخېل وايي: ((دغه دوه سوداګر مونږ وژغورل خو ډېر زيات وهل شوي او اوس مو د درملنې لپاره روغتون ته بيولي دي.)) سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) غزنی