دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 46310
دهيواد اقتصادي وزارتونو، دافغانستان خلکو ته دصنایعو او کانونو درایستلو په هکله دپوهای لمړنی پروګرام په کابل کې پیل کړ
دغه پلان د((اې- یاي- آی- تي -آی ) تر سرلیک لاندې دکانو او صنایعو دوزیر وحید الله شهراني، دمالیې دوزیر عمر زاخیلوال، داقتصاد دوزیر عبدالهادي ارغندیوال او دنورو دولتي چارواکو، مدني ټولنې، دحرکت دموسیسی او نړیوال بانک له لوري په کابل کې پیل شو.
افغانستان،دکانونو درایستلو په برخه کې له نړیوالې ټولنې دتخنیکي او مالي مرستو غوښتونکی شو، دغه هیواد وکړای شول څودکانونو را ایستلو په برخه کې دصنایعو در رایستلو، شفافیت اونوښتي پلانونو(اې-یاي-آی-تي-آی) داغیزمن تطبیق له لارې په (۲۰۱۰) کال یوه ښه او مسئوليت منونكې اداره، دمالیې په وزارت کې جوړه کړي.
داکتر عمر زاخیلوال دخپلو خبر په ترڅ کې وویل: مونږ دافغانستان دخلکو په وړاندې مسئول اوځواب ورکونکي یوڅوخلک دهیواد د صنایعو درایستلو له اندازې او کچې په شفاف ډول خبرکړو. ځکه چې دایوه لویه ملي پانګه ده، نوموړي وویل: مونږله مدني ټولنې او ځانګړې برخې سره يوځای کارکووراوراجازه ورکوو څوخلک وویني چې زمونږ عواید څومره شفاف دي، دغه کار دهیواد په ټولو اداروکې دشفافیت دایجاد په لورښکاره لار اوښکاره اقدام دی.
هغه څرګنده کړه: دافغانستان خلکو اونړیوالې ټولنې ته داستخراجي صنایعو دعوایدو دکچې ښکاره کول، دطبیعي سرچینو په مدیرایت او اداره کې دښه والي دتامین په وړاندې زمونږ دمسولیت مننې او ژمنې کولو ښکاره نښې دي. 

زاخیلوال زیاته کړه: زمونږ هیله له مدني ټولنې او ځانګرې برخۍ په تیره بیاله هغو استخراجي شرکتونو څخه دادی کوم چې پدې پروسه کې مستقیمآ ګډون لري، څوددې پروسې په پرمختګ کې فعاله ونډه ولري. 

په همدې حال کې دافغانستان دکانونو وزیر((وحیدالله شهراني)) څرګنده کړه:داستخراجي صنایعو دشرکتونو دتادیاتو او دحکومتي ادارو دعوایدو روڼتیا یودو امداره پروسه ده، پردې اساس لازم دی چې دهرکال په پای کې یوړپوټ خپور شي. 

هغه زیاته کړه: اوس مهال دکانو درایستلو شپږ کمپنۍ تر مقایسه لاندې نیول شوي دي چې په راتلونکې کې به دکانو درایستلو ټول سکتورونه به پدې پروسه کې ګډون ولري. 

افغانستان د(۲۰۰۹) کال دمارچ په میاشت کې، دصنایعو درایستلو دشفافیت (اې- یاي- آی- تي -آی) دنوښت له پلي کیدا څخه خپله ژمنه اعلام کړه او د(۲۰۱۰) کال دفرورۍ په لسمه نیټه دناورې دهیواد د((اوسلو)) په ښارکې ددې نوښت دنامفزد په توګه ومنل شو.
سرچينه : افغان غږ آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcbgfba.rhb08p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته