دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 153403
د حقاني شبکې له قید څخه د خوشې شوي امریکایي-کاناډایي جوړې نوې انځور او قصې
د حقاني ترهګرې شبکې له خوا برمته شوی امریکایي-کاناډایي جوړې چې تیره میاشت د پاکستان له قبایلي سیمو څخه د عملیاتو په ترڅ کې خوشې شول، له رسنیو سره د طالبانو او د حقاني شبکې د ظلمونو په اړه خپل قصې شریکې کړی دی. میرمن کتلین کولمن دامریکا له (ای-بی-سی) شبکې سره د خبرو پر مهال تائید کړه چې د حقاني شبکې اړوند دوه وسله والو پر هغې جنسې تېري کړي او ترڅنګ یې د وسله والو په قید کې ډېر وهل او ډبل شوي هم دي. اغلي کولمن وایي، نوموړې وروسته له هغه د جنسي تېري ښکار شو چې د حقاني شبکې وسله والو د وهلو ډبلو په وسیله د هغې نازیږیدلی شوی ماشوم یې وواژه. نوموړې د نړیوالي، حکومت، او پر افغان قومي مشرانو وغښتل چې د هغې تښتوونکو ته سزا ورکړي. په همدې حال کې د امریکا د (ای-بی-سی) شبکې د د برمتو شویو جوړې یوه نوې انځور هم خپره کړی دی خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه انځور په کوم ځای کې نیول شوی دی. د کاناډا او امریکا دغه وګړی چې کابو پنځه کاله مخکې له افغانستان څخه د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي و، تیره میاشت د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان له قبایلي سیمو څخه له خپل مېرمن او درې ماشومان سره یوځای خوشې شول. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې د میرمن کولمن د ادعاو په غبرګون کې ویلي وو، چې «په داسې حال کي چې یاد بندیان له نیول کیدو تر خوشي کیدو پورې ښځه او خاوند د څو دقیقو لپاره هم له یوبل څخه نه دي جلا شوي، په دې کار سره د مجاهدینو هدف هم دا وو چې خدای مکړه کومه بدګماني مينځته رانشي.» هغه دا ادعا هم وکړه چې «همدا راز د وړې ماشومې د وژلو خبره هم بالکل بې اساسه ده، البته دبند په زمانه کې یوه پيښه داسې وشوه چې یاده ښځه مریضه شوه، سیمه ډيره خرابه وه، ډاکټرته لاس رسی آسانه نه وو، چې د همدې نامناسب وضعیت له امله یوه ماشومه په طبعي ډول نقصان شوي وه، نور نه چا په قصدي ډول د دغې جوړې ماشوم وژلی اونه يې هم کوم ظلم او تیر پرې کړي.»

د حقاني ترهګرې شبکې له خوا برمته شوی امریکایي-کاناډایي جوړې چې تیره میاشت د پاکستان له قبایلي سیمو څخه د عملیاتو په ترڅ کې خوشې شول، له رسنیو سره د طالبانو او د حقاني شبکې د ظلمونو په اړه خپل قصې شریکې کړی دی.
 
میرمن کتلین کولمن دامریکا له (ای-بی-سی) شبکې سره د خبرو پر مهال تائید کړه چې د حقاني شبکې اړوند دوه وسله والو پر هغې جنسې تېري کړي او ترڅنګ یې د وسله والو په قید کې ډېر وهل او ډبل شوي هم دي.
 
اغلي کولمن وایي، نوموړې وروسته له هغه د جنسي تېري ښکار شو چې د حقاني شبکې وسله والو د وهلو ډبلو په وسیله د هغې نازیږیدلی شوی ماشوم یې وواژه.
 
نوموړې د نړیوالي، حکومت، او پر افغان قومي مشرانو وغښتل چې د هغې تښتوونکو ته سزا ورکړي.
 
په همدې حال کې د امریکا د (ای-بی-سی) شبکې د د برمتو شویو جوړې یوه نوې انځور هم خپره کړی دی خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه انځور په کوم ځای کې نیول شوی دی.
 
د کاناډا او امریکا دغه وګړی چې کابو پنځه کاله مخکې له افغانستان څخه د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي و، تیره میاشت د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان له قبایلي سیمو څخه له خپل مېرمن او درې ماشومان سره یوځای خوشې شول.
 
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې د میرمن کولمن د ادعاو په غبرګون کې ویلي وو، چې «په داسې حال کي چې یاد بندیان له نیول کیدو تر خوشي کیدو پورې ښځه او خاوند د څو دقیقو لپاره هم له یوبل څخه نه دي جلا شوي، په دې کار سره د مجاهدینو هدف هم دا وو چې خدای مکړه کومه بدګماني مينځته رانشي.»
 
هغه دا ادعا هم وکړه چې «همدا راز د وړې ماشومې د وژلو خبره هم بالکل بې اساسه ده، البته دبند په زمانه کې یوه پيښه داسې وشوه چې یاده ښځه مریضه شوه، سیمه ډيره خرابه وه، ډاکټرته لاس رسی آسانه نه وو، چې د همدې نامناسب وضعیت له امله یوه ماشومه په طبعي ډول نقصان شوي وه، نور نه چا په قصدي ډول د دغې جوړې ماشوم وژلی اونه يې هم کوم ظلم او تیر پرې کړي.»

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgfb8frhbsap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته