دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 153601
په هلمند کې د طالبانو او مخدر موادو پر مرکزونو درنه بمباري روانه ده

په هلمند کې د طالبانو او مخدر موادو پر مرکزونو نن پنځمه ورځ ده چې هوایي بریدونه ادامه لري.

د هلمند والي ته وویل چې تر اوسه په څلورو ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د الوتکو په بریدونو کې تر ۸۰ ډېر طالبان وژل شوي دي.

حیات اله حیات وایي چې تر دې دمه څلور ولسوالۍ هدف ګرځیدلي.
نوموړي زیاته کړه:"د هوا له لارې ګډ عملیات د ناټو او د افغانستان د هوایي ځواکونو پیل شوې دي تر اوسه په شمالي او جنوبي هلمند کې په څلورو ولسوالیو کې دا بریدونه شوي. په شمال کې په کجکي، موسی قلعه او واشیر کې او په جنوب کې په دیشو کې."

د هلمند والي تر تېر ماښام پورې په کجکي کې د ۱۲ طالبانو د وژلو، په موسی کلا کې د ۳۸ طالبانو د وژلو، په واشیر کې د ۵ طالبانو د وژلو او په دیشو کې د ۳۰ طالبانو د وژلو ادعا وکړه.

    داسې ناتائید شوي خبرونه خپاره شوې دي چې د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د دغو بریدونو پر مهال ۹ ملکیان هم وژل شوي دي، خو د هلمند والي وایي چې حکومت ژمن دی چې تحقیقات وکړي.

قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولي ایمیل کې ادعا کړې چې دوی کوم زیان نه دی اوښتی.

بل لور ته د افغانستان ملي دفاع وزارت دا ردوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې دې ملکیان وژل شوي وي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي چې تر پرون ناوخته پورې په لسګونو اغېزمن بریدونه په هلمند کې ترسره شول:

"پنځه شپیته هوایي بریدونه په هلمند کې شوي چې د مخدر موادو ۲۲ فابریکې له منځه تللي. د ماین جوړولو دوې فابریکې له منځه تللي او د ترهګرو یو دوه مرکزونه له منځه تللي دي."

د لویدیځو اژانسونو په باور طالبان هرکال په افغانستان کې د مخدر موادو د قاچاق له لارې له ۲۰۰ تر ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

روان کال په افغانستان کې د تاریاکو حاصلات زیات شوي دي.

تېره اوونۍ ملګرو ملتونو په یوه راپور کې خبر ورکړ چې سږکال د تاریاکو حاصلات په دغه هېواد کې ۹۰۰۰ ټنو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د مخدر موادو او جرمونو د ادارې د راپور له مخې په هلمند کې سږ کال د افغانستان تر بل هر ولایت ډېر کوکنار کرل شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgfb88rhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته