دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 133702
دهلمند چارواکی وایی، په یاد ولایت کې د امنیتي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۵ طالب وسلوال وژل شوي او ۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي. دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي، د دولت وسلوالو مخالفینو ته یاد تلفات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې رامنځته شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم لمنځه وړل شوي دي. سرچینوی زیاتیوی، امنیتي ځواکونو بشران سیمه کې عملیاتو پرمهال ۶ وسلوال مخالفین وژلي او ۹ ماینونه یې کشف او شنډ کړي دي. په خبرپانه کې راغلی دي، د نادعلي ولسوالۍ لوچک سیمه کې هوايي برید کې د طالبانو د سرې قطعې پر موټر هوايي برید شوی، چې په ترڅ کې یې طالب قومندان عبدالولي د خپلو دریو نورو وسلوالو سره وژل شوی، یوه پیکا، یو راکټ انداز، دوه کلاشینکوفونه او پنځه ماینونه لمنځه وړل شوي دي. خوتر اوسه وسله والو طالبانه په دي اړه څه ندې ویلي.
https://avapress.com/vdcbgfb85rhbfzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته