دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 73950
د اولیانوفسک له لارې د انتقال پرېکړه به د آیساف او ناتو عړي هیوادونه کوي"

په مسکو کې د ناتو د اطلاعاتو د دفتر مشر "رابرټ سیژیل" Robert Pszczel وایي؛ د روسیې له اولیانوفسک بندر له لارې د ټرانزیټ پریکړه یوازې د ناتو له خوا نه کیږي؛ بلکه په دې اړه به په افغانستان کې د دیره آیساف ځواک غړي هېوادونه او د انتقال شخصي ټرانسپورټي کمپنۍ په ګډه پرېکړه کوي.
رابرت وایي، د ناتو- روسیې ګډې شورا په دې اړه د یوه قانوني چوکاټ د برابرولو تړون لاسلیک کړی؛ خو د اولیانوفسک له لارې د انتقال پرېکړه به د آیساف او ناتو عړي هیوادونه کوي.
آیساف په افغانستان کې دېره ایتلافي ځواکونو ته د موادو د انتقال او له دې هېواد څخه د موادو د استولو لپاره د شمال ټرانزیټ لار چې د روسیې د اولیانوفسک بندر له لارې ترسره کیږي؛ غوره کړي، خو خبري رسنۍ وایي، چې آیساف دا مهال له دغې لارې څخه کار نه اخلی او دا ځکه چې د مربوطو هېوادو له خوا ورباندې ګمرکې محصول زیات شوی دی.

https://avapress.com/vdcbg9bz.rhbfsp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته