دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 126908
څارنوالۍ او داخله وزارت د همکارۍ تړون وکړ
د کورنیو چارو وزارت او لوئ څارنوالۍ ترمنځ د دوامداره اړیکو،همکاریو او د مجرمینو د دوسیو څېړلو په موخه یو تازه هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کورنیو چارو وزارت او لوئ څارنوالۍ ترمنځ د دوامداره اړیکو،همکاریو او د مجرمینو د دوسیو څېړلو په موخه یو تازه هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال لوی څارنوال او داخله وزیر د دغه هوکړه لیک لاسلیک یوه مهمه اړتیا وګڼله .

 د کورنیو چارو وزیر وویل، دا چې څه وخت وړاندې دښمن هڅه کوله څو د خپلو کاذبو تبلیغاتو له لارې د امنیتي وضعیت د خرابوالي په موخه له ډول ډول پلانونه څخه کار واخلي خو د امنیتي ځواکونو د کلکو امنیتي پالانونو او پرلپسې عملیاتونو په پایله کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې دښمن له کلکې ماتې سره مخ دی او یو شمېر هغه ولایتونه چې اوس هم امنيتي ځواکونو له دښمن سره په جګړه کې بوخت دي،
هلته به هم د خلکو په همکارۍ سره ټول بریالیتوبونه زموږ وي.  د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په پای کې د لوئ څارنوالۍ له لورې وروستۍ ټاکنې وستایلې ویې ویل، دا چې په دندو کې ټاکنې او بدلونونه یو اساسي اصل دی نو موږ مطمئین یو چې دا ټاکنې به د لوئ څارنوالۍ د کارونو د لا ښه والي په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه وي.
https://avapress.com/vdcbg0b8wrhb59p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته