دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 137438
نړۍ او د لوی جنګ خطر
میخاییل ګورباچف؛ د پخوانۍ شوروی آخری مشر د نړی اوسني وضعیت په اړه هشدار ورکړ او اندیشنه وښوده.
ګورباچف د ولادیمیر پوتین او دونالد ترامپ؛ د روسیی رییس جمهور او امریکا رییس جمهور څخه وغوښتل د نوی سیاست برخی نظامی کولو په وړاندی او تسلیحاتی رقابتونو په وړاندی ودریږی او هسته ای جنګ محکوم کړی.
ګورباچف اظهار درلودی: داسی په نظر رسیږی نړی د جنګ د آماده کیدو په حال کی دی.
هغه د دونالد ترامپ او ترزامی؛ د انګلیس لومړی وزیری د کتنی په مناسبت په یو یادداشت کی ولیکل: نني نړی په ډیرو مشکلاتو کی غرق سوی دی. داسی په نظر رسیږی چی سیاستمداران هم د مسایلو د حل د لاری موندلو څخه حیرانه دی؛ خو هیڅ مشکل د سیاست برخی نظامی کیدو څخه بدتره نه دی. د تسلیحاتی رقابتونو څخه د لاس کښل باید په لومړیتوب کی قرار ونیسی. اوسنۍ وضعیت ډیر خراب دی.
هغه په ادامه کی وویل: سیاستمداران او د نړی نظامی مشران په پراخیدونکی ډول، خصمانه تصمیمونه نیسی. مفسران او رسنی هم جنګ ته هڅه کوی، داسی په نظر رسیږی چی نړی د جنګ په آستانه کی قرار لری.
دا هشدار په داسی حال کی مطرح کیږی چی د کارپوهانو په باور، نه روسیه او نه امریکا، هیڅ یو دا هیله نه لری چی په یو جانبی ډول سره د خپل اتمی تسلیحاتی میزان څخه کمه کړی او په حقیقت کی همدا امر ددی باعث ګرځی ددواړو لورو څخه هیڅ یو ونه غواړی خپل هڅی د ډیرو تسلیحاتو ته د لاسرسۍ لپاره کم کړی او یا هم ودروی.
د ناظرانو په باور، دا روند، د یو باطل لوری سره مخ سوی دی. سړه هسته ای جنګ هغه تعبیر وو چی یو د اوباماما له لوری په کار ونیول سو، داسی په نظر رسیږی چی دا تعبیر په خپل ځای کی حقیقی دی. دا جنګ ډیر کلونه کیږی شروع سوی دی او ادامه لری.
په آخیری کلو کی داسی ګزارشونه خپور سوی دی چی امریکا په ځینی اروپایی هیوادونو کی، مجهز پایګاوی او اتمی سلاحوی لری. روسیه هم د مخکني شوروی د وخته څخه، ځینی منطقه ای اقمار په میانه آسیا او ختیځه اروپا کی مجهز او هسته ای سلاحوی په کی مجهز کړی دی او البته دا مراکز، مستقیما د مسکو تر نظارت لاندی، مدیریت کیږی.
له بل لوری، چین هم په دا آخیرو کلو کی، پاکستان په اتمی سلاحوی مجهز کړ؛ امریکا هم اسراییل په خاورمیانه کی په یواځنۍ اتمی قدرت باندی تبدیل کړ. دا ټوله ددی سبب سوی دی تر څو ناظران دی باور ته ورسیږی چی د رهبرانو تبلیغاتی سخنرانیانی او هم افرادی هشدارونه لکه د ګورباچف دا په دی برخه کی د هسته ای سلاحوی یا د نړی امنیت مدیریت د یو لوی جنګ څخه د مخنیوی لپاره او یا هم خوش بینانه لوړ پروازونه لکه چی په نړی کی هسته ای سلاحوی نه وی، لوی درواغ دی او بل څه نه دی.
اوسنۍ نړی او بشری ټولنه چی په لوی مبهوت کوونکی انبارونو کی د سلاح ګانو کی محصور سوی دی، هغه ابریشمی چینجۍ په شان دی چی هر ځل خپل کړی کموی چی خپل ژوند لپاره زمینه کمه کړی.
په دی منځ کی، مضحک او متناقص سخنرانیانی د لویو قدرتونو دا او مکرر هشدارونه او د سیاستمدارانو غیری موثر او د کار څخه لویدلی مکرر هشدارونه، دی تراژیک قصه ته، کمیک وجهه ورکوی.
نه روسیه او نه هم امریکا هیڅ یو په اوسنۍ وخت کی، دومره لوی فداکاری ته حاضر نه دی چی د نړی او بشری ټولنی ژوند بیمه کړی؛ لکه چی په دی آسمان او ځمکه کی، د جنګ افغان غږ خبری آژانسز او دباروت بوی پیچلی سوی دی.
د ناظرانو په باور، د غرب او شرق مستقیم جنګ د تاریخ په دی مقطع کی، محتوم او اجتناب نه پذیره امر دی او صرف نظر ددی څخه چی دا جنګ په نږدی یا لیری وخت کی به رامنځته سی، په حاضر حال کی، د توجه وړ نکته دادی چی دا جنګ، په نتیجه کی به ترسره سی او د هغه څخه تیښته نسته.
سړه جنګ یا جنګ سرد دوران ته بیرته ګرځیدنه چی د اوکراین بحران د تشدید وروسته او دروسیی په وړاندی د غرب تحریمونو د وضع کیدو وروسته، شروع سو، ددی جنګ د رامنځته کیدو د نشانو څخه دی.
د هغه تاریخ څخه وروسته، روسیه د هر فرصت څخه په ګټی اخیستنی، هڅه کړی دی، غرب او د غربیانو بلامنازع قدرت د نړی پر سیاسی-امنیتی مقدراتو باندی مشکل سره مخ کړی او د روسیی قدرت او نفوذ منطقو د بیاژوندی کولو لپاره هڅه د میانه آسیا څخه تر لاتین امریکا پوری او د قفقاز حوزی او شرقی اروپا څخه تر شرق یا ختیځ پوری ددی شکاره کوونکی دی چی نور د غرب یکجانبه حکمروایی وخت د نړی پر سرنوشت باندی آخر ته رسیدلی دی او نور د نړی د یو قطبی خوب پای ته رسیدلی دی.
https://avapress.com/vdcbfzb8wrhbfap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته