دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 148535
کابل ښار کې د یوې لويې چاودنې مخه ونیول شوه

په پلازمینې کابل کې امنیتي چارواکي وايي، چې په کابل ښار کې یې د وسله والو یوې لویې چاودنې پلان شنډ کړی دی.

د کورنیو چارو وزات د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، د کابل ښار په یوه یوه لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ځای پر ځای شوی چاودیدونکي توکې د امنیتي ځواکونو له تر چاودنې مخکې کشف او ترلاسه شوي.

چارواکي زیاتوي چې چاودیدونکي توکې د دولت ضد وسله والو له خوا د پروژې جدید په سیمه کې د یوې پلچک لاندې خای پر ځای شوي وه.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان او نورو ډلو ته اړوند وسله وال اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې د عام وګړي وژلو ترڅنګ پلونه او د عامې ګټې لپاره ودانې او سړکونه کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي چې د سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې د ملکیانو ۴۰ سلنه مرګ ژوبله د حکومت مخالفه ځواکونو له لوري د له وړاندې تعبیه شوو فشاري چاودیدونکو توکو )آی ای ډی( کارولو له امله رامنځ ته شوې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfwb8srhbasp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته