دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 150235
یوناما: د افغان انتخاباتو په مالي او تخنیکي برخو کې مرستې کوو

په کابل کې د ملګرو ملتو دفتر یا یوناما ژمنه وکړه چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په مالي او تخنیکي برخو کې به مرستې وکړي.

د یوناما سیاسي مرستیالې پرنیل دهلر کاردل دا ژمنه پرون په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري رابلل شوې غونډې ته وکړه.

په دې مشورتي غونډه کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازیو، د مدني ټولنې غړیو او په کابل کې د یو شمېر سفارتونو استازیو ګډون کړی وو.

د یوناما سیاسي مرستیالې د را روانو انتخاباتو پر شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې ډاډمن او شفاف انتخابات یو مهم ګام دی چې افغانستان د ثبات په لوري بیایي.

تمه ده چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د راتلونکې لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې ترسره شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfgb8srhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته