د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه کې ویلی، چې داعش وسله والو او طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو څو ساعتونو کې اوښتې ده.
سرچینه زیاتوي، چې افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د پېښې په سیمه کې د داعش پر ضد بریدینو کړي، چې په ترڅ کې یې ۹۹ داعشیان وژل شوي دي.
خبر پانه وایی، چې د یاد ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ د بډیالۍ په سیمه کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه څه نه دي ویلی.