دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 139733
مولوي اسحاق جلاد د پاکستان هیواد په کويټې ښار کې وژل شوى دى
د غزني لپاره د وسله والو له خوا نومول شوى د محکمې مسوول(ریس) اسحاق جلاد وژل شول.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، دیاد ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل په دی اړه رسنیوته وویل، چې مولوي اسحاق جلاد د پاکستان هیواد په کويټې ښار کې وژل شوى دى.
هغه زیاتیوی، چې نموړی کس پرون د کويټې په کچلاغ سيمه کې وژل شوى.
امرخېل وایی، چی د جلاد جسد یې تېره شپه د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د اوشنون سيمې ته انتقال شوى دى.
ویلکږی، مولوی اسحاق له دې مخکې د زابل او غزنی ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسيون د ریس په توګه هم پاتې شوى.
تر اوسه طالبانو څه ندی ویلی.
https://avapress.com/vdcbf9b8frhbfzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته