دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۱۶
د مطلب کود : 149039
حکمتیار؛ د رهبری دعوا څخه تر ۷۰ لسیزی بیرته ګرځیدنه پوری

 

 

 

عطامحمد نور؛ د بلخ والی په ډیر سخت لحن سره د حکمتیار اخیرو خبرو څخه نیوکه وکړ او وویل: د جمعیت ګوند لمړۍ ګوند وو چی د حکمتیار راتلو او د هغه یوځای کیدل حکومت سره، څخه استقبال وکړ؛ خو ښاغلی حکمتیار اوس په خپلو خبرو دا ګوند ته زیان رسوی.

ښاغلی حکمتیار اخیرو کی په کابل کی د خپل هوادارانو په منځ کی، احمد شاه مسعود؛ د اسلامی جمعیت ګوند فقید قومانده او ملی قهرمان د آی اس آی سره په اړیکه درلودلو تورن کړی وو.

د بلخ والی ښاغلی حکمتیار ته په خطاب کی وویل: تسلیم سوی د خپل ماهیت په شان خبری کوی. باید شاته دی وګوری. چیری پټ وی، کوم هیواد ستا جیره درکوله او څنګه دی ژوند کوله. یو څه تیره ته دی وګوره او وروسته ملی شخصیتونو او ګوندونو او نورو اقوامو په اړه خبری وکړه.

ښاغلی نور همدارنګه وویل چی ښاغلی حکمتیار کلونه په ایران کی وو او د دولت څخه یی مالی مرسته ترلاسه کوله؛ خو اوس د ایران پر ضد خبری کوی او هغه د ایران څخه په ملاتړ تورنوی.

اسلامی ګوند او اسلامی جمعیت ګوند د رقیبو ګوندونو څخه په ۱۳۷۰ لمریز کال کی وو.

پوهان وایی چی هغه لفظی مستقیم جنګ چی اوس د اسلامی ګوند او اسلامی جمعیت ګوند مشرانو ترمنځ جریان لری، په شکاره توګه د ۷۰ لسیزی تریخ یادونو شکاره کوونکی دی؛ هغه وخت چی د قدرت جنګ، ددی دوو ګوندونو مشران د یو بل په وړاندی ودرول او د دولت کرسیو نیولو لپاره قومی خونړیزه جنګونو لامل سو.

کارپوهان د بلخ والی تازه بیاناتو تایید سره تصریح کوی چی د ښاغلی حکمتیار بیرتګه ګرځیدنه وسولی ته د ۴۰ کلونو جنګ وروسته د دولت په وړاندی، د قومی او ګوندی صف بندیو نوی موجونه منځته راغلی دی او دا کار یو ځل بیا د ۷۰ لسیزی خونړیزه جګړو بیاتکراریدو خطر شکاره کوی.

د تحلیلګرانو په باور، د اسلامی ګوند مشر، دهمغه اوله څخه چی د دولت سره سوله وکړه، ډیر ځلی پر اسلامی جمعیت ګوند باندی لګیدلی دی او هشدار ورکړی دی چی په ټول توان سره د دولت څخه په ملاتړ د اشرف غنی په مشری، د جمعیت سیاسی مشرانو مبارزاتو په وړاندی دریږی.

د ښاغلی حکمتیار دا آخیرنۍ ادعا د احمد شاه مسعود په اړه د اسلامی جمعیت ګوند مشرانو او هوادارانو سخت غبرګون راپارولی دی او بلخ والی مجبور کړ ترڅو د حکمتیار په وړاندی سختو او تحقیر آمیزو خبرو باندی شروع وکړی.

د منتقدانو په باور، د اسلامی ګوند مشر نیوکی او کینه لرونکی موضع ګیری د اسلامی جمعیت ګوند په وړاندی، د بحران او خطرناک وضعیت اصلی عامل دی چی اوس منځته راغلی دی.

بی له شکه، دواړه لوری، امنیتی او سیاسی لوی بی ثباتی منځته راوړلو توان او ظرفیت لری او په آسانی قادره دی ترڅو اوسنۍ خراب وضعیت د ۷۰ لسیزی دوری ته وګرځوی.

حکمتیار باید له یاده ونه باسی چی ۴۰ کاله همدی تګلاری باندی په تکیه سره، قدرت ته رسیدو لپاره هڅه کوله؛ خو هیڅ ګټه ورته ورنه کړ او حتی د بین المللی سازمانونو تور لیست کی تر تعقیب لاندی تروریست په حیث وپیژندل سو.

دا د یو جهادی مشر سره نه ښایی چی د اسلامی زده کړو سره آشنایی او یو وخت د تهران رادیو کی د قرآن تفسیر یی کولو سربیره، قومی او مذهبی تفرقه منځته راوړلوباندی هڅه وکړی او د اقوامو او ملی قهرمانانو ته په شکاره اهانت سره، هیواد د بحران لوری ته یوسی او په عینی وخت کی د هیواد زعامت او رهبری ادعا هم وکړی.

د اسلامی جمعیت ګوند حسن نیت او استقبال د اسلامی ګوند مشر حکمتیار څخه د حکومت سره یوځای کیدنی په خاطر دا هیلی منځته راوړه چی د اسلامی ګوند ناکامه تګلاره د هغه څخه پاته سی؛ خو جاری وضعیت بیرته دا هیلی له منځه یوړی او د ګوندونو مشرانو ۷۰ لسیزی فکرونه افغانستان بیرته همغه ۷۰ لسیزی تاریکه بحران لوری ته یوسی.

https://avapress.com/vdcbf9b89rhbagp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته