دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 101338
دصهیونیستی رژیم پوځیانو، دبیت المقدس په ختیځ کی، یو فلسطینی ښاریز په شهادت ورساوه

دفلسطین  د ویب  سایټ  د رپوټ  په  اساس، د صهیونیسټی  رژیم  پوځیانو نن سهار، د بیت المقدس  په  ختیځ، د سلوان  په ښارګوټی کی، د معتز ابراهیم خلیل حجازی  په  کور باندی  په  حملی سره  چی  ۳۲  کلن ؤ، دئ  په   ډزو سره  شهادت  ورساوه .
خلیل  حجازی، د خپل  عمر  ۱۲  کلونه  د صهیونیسټی  رژیم په  بند کی  تیر کړی  ؤو .
په  همدی  حال کی، یو صهیونیسټ  ښارګوټی  میشت، پرون  د اردن  سیند په  لویدیځه  غاړه کی، د نابلس  په  جنوب کی، د حواره  په  ښارګوټی کی، یو ۱۲  کلن  فلسطينئ ماشوم، په  موټر  وویشت، او هغه  یی  ټپی کړ .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbf8b8wrhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته