دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 151531
صدام په کابل کی د چاودیدونکی ډک موټر سره ونیلو سو
د افغانستان ملی امنیت عمومی ریاست ویلی چی صدام د یو بل انتحاری کس سره د یو موټر چی چاودیدونکی توکو څخه ډک وو، په کابل کی نیولی او د یو خونړیزه برید څخه مخنیوی کړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ملی امنیت ریاست خاص قطعات د خاص عملیات په ترڅ کی دوه تنه انتحاری کوونکی او یو موټر چی د چاودیدونکی توکو څخه ډک وو د کابل سروبی ولسوالی په اطرافو کی کشف او نیولی دی.

ملی امنیت یو خبرپاڼۍ په لړ کی ویلی چی د طالبانو تروریستی ډلی رهبری د پشاور شورا کی د یو ناستی په لړ کی تصمیم نیولی دی ترڅو ځینی مغلق او خونړیزه بریدونه مخکی ټاکل سوی مقاصدو لکه، نظامی تاسیاتو، امنیتی ځواکونو کاروانونو او کابل ښار ګڼه ګوڼه نقاطو کی انتحاری بریدونه ترسره کړی.

ملی امنیت ریاست عنوان کړ چی قاری بریال د طالبانو والی د کاپیسا ولایت لپاره په کابل کی ددی ډول بریدونو اجرا کولو مسؤول وو.

د ملی امنیت په وینا دوه تنه انتحاری کوونکی د سمیع الحق مشهور په مستعار مخلص او واحد الله د مستعار صدام په نامه کسان چی د طالبانو ډلی کلیدی قوماندان حکیم الله په امر د انتحاری بریدونو ترسره کولو لپاره د یو سراچه ډوله موټر سره چی چاودیدونکی توکو څخه ډک وو، آماده سوی وو، د ملی امنیت خاص قطعاتو ځواکونو له لوری نیول سوی دی.

https://avapress.com/vdcbf8b88rhbssp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته