دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 142937
د پولیو ضد واکسین دوهمه پسرلنۍ دوره ټول افغانستان کې پیلېږي

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین دوهمه پسرلنۍ دوره نن په ټول افغانستان کې پیلېږي.

د صدای افغان خبری آژانس(آو)، یاد وزارت پرون په یوې اعلامیه کې وویل، په دې درې ورځنۍ دوره کې د ټول هېواد په سطحه نهه نیم میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې په کندهار، هلمند او کندز کې د ماشومانو د ګوزڼ درې پېښې ثبت شوي دي.

افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې لاهم په‌کې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbf5b8zrhba9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته