د خبری سرچینو د ریپورت له مخی، د عراق داخلی وزارت چارواکی ویلی دی چی دا دوه چاودنې د طیران په تقاطع کې چی د بغداد ښار ګڼه ګوڼو سیمو څخه شمیرل کیږی، رامنځته سوی دی.
سیمه ایز سرچینی وایی چی په دی سیموکې، غالبآ ډیر کارکوونکې د کار لپاره سره راټولیږی.
د عراق داخلی وزارت تایید کړی دی چی دواړه بریدونه انتحاری وو.
دا دوهم انتحاری برید په بغداد کې د درو ورځو په لړکې دی.
عراق د تروریزم قربانی هیوادونو څخه دی؛ داعش، القاعده، بعث له منځه تللی ګوند پاته شونی او همدارنګه خلق مجاهدین ځواکونه په دی هیواد کې، پراخ فعالیت لری.