د ننګرهار چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ملي امنیت پر دفتر یې د وسله والو مخالفینو د یوې ډله ییزې حملې مخه نیولې ده.
د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادي راډیو ته وویل؛ چې یوه ډله وسله واالو نن سهار شااوخوا پنځه بجې د ملي امنیت د دروازې مخې ته موټر بم چاودنه وکړه او هڅه یې کوله، چې دې دفتر ته دننه شي.
عبدالزي زیاته کړه، چې حمله کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي؛ خو په دې اړه یې معلومات ورنه کړل، چې د حمله کوونکو شمیر څومره وو او آیا دې موټر بم چاودنې امنیتي ځواکونو ته زیان اړولی او که نه؟
نوموړي وویل، چاودنه ډیره درنه وه او د ښیښو د ماتیدو له امله د ننګرهار مرکزي روغتون ته لس تنه ټپي ملکیان راوړل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کوي؛ چې موټر بم چاودنې زیاتو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې او په خبره یې یو ملګری یې د ملي امنیت دفتر ته دننه شوی او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه کړې.