دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۵۰
د مطلب کود : 148643
ترامپ د تاریخ اوږد جنګ قضیه

 

 

 

 

د امریکا ولسمشر او ددی هیواد امنیتی ارشد مقاماتو ناسته د افغانستان په وړاندی د امریکا نوی استراتژی نهایی کولو لپاره چی د جمعی په ورځ د دیوید په کمپ کی کی جوړ سوی وو، بی نتیجه پای ته ورسید.

په دی ناسته کی دونالد ترامپ د خپل ملی امنیت ټیم ارشدو غړو سره په لیدنه کی د افغانستان په وړاندی د واشنګتن استراتژی په اړه ډیر مختلف نظریی وڅیړلی؛ خو په افغانستان کی د سرتیرو ډیرولو په اړه کوم تصمیم ونه نیول.

د ترامپ دولت ارشد چارواکی د افغانستان په وړاندی د واشنګتن نوی استراتژی په اړه اختلف نظر لری.

ساراسندرز؛ د سپین ماڼۍ ویانده د دیوید کمپ ناستی پای ته رسیدو وروسته وویل چی په دی ناسته کی ډیر مفصل توضیحات په جنوبی آسیا کی د امریکا ګټو ساتلو لپاره نیو استراتژی په اړه ښاغلی ترامپ ته ورکړل سو.

هغی زیاته کړه: ولسمشر دا نظریات څیړی او خپل تصمیم په دی اړه په یو مناسب وخت کی د امریکا خلګو او زموږ متحدین او شریکانو او نړیوالو ته به اعلان کړی.

د ترامپ ناستی بی نتیجه پایله، د کارپوهانو په باور د امریکا تاریخی اوږد جنګ قضیی په اړوند د یو بل استراتژی د ماتی په معنی دی.

دا فکر کیدله چی د دیوید کمپ ناسته به آخری داسی ناستی وی؛ خو د ترامپ دولت امنیتی ټیم غړو او مشاورانو او کورنیو غړو ترمنځ دومره پراخ اختلاف نظرونه شتون لری چی یو ځل بیا د افغانستان په وړاندی د امریکا نظامی ماموریت په اړه تصمیم اخیستنی مخه ونیول.

اوس د صاحب نظرانو په باور، هغه کسان چی انتظار درلودل چی امریکا دولت په افغانستان کی د سرتیرو ډیریولو په اړه تصمیم ونیسی، ناهیله سوی دی؛ ځکه چی  دیوید کمپ ناستی نتیجو سربیره د ترامپ کورنۍ او مشاورانو ااو امنیتی ټیم اختلاف نظر وضعیت نور هم پیچلی کړی دی.

په داسی حالت کی معلوم نه دی چی د امریکا تاریخی اوږد جنګ به کوم راتلونکی ولری؛ خو د ناظرانو په باور افغانستان دولت نور هم په سخته آزموینه کی قرار نیولی دی.

کابل باید په دی خراب وضعیت کی، ډیر متهورانه تصمیمونه د امریکا او شریکانو پوری نظامی او امنیتی او مالی او راهبردی وابستګی کمولو په اړه ونیسی.

په بل بیان سره، د ملی وحدت دولت همدا اوس څخه باید دا فکر وکړی چی څنګه په هیواد کی د خارجی نظامی ځواکونو حضور شاهد نه وی، لوی استراتژیک متحدین هم هغوی ته شا کړۍ دی او همزمانه سخت امنیتی او سیاسی ژور مشکلات او همدارنګه مالی مشکلات هم شتون لری.

په دی اساس کابل باید سختو شرایطو ته آماده سی او ددی آمادګۍ لمن باید په دومره اندازی سره پراخ وی چی د ترامپ تصمیم په صورت کی د افغانستان څخه سرتیرو خروج یا هم جنګ خصوصی کیدو څخه، افغانستان باید ددی تصمیم جنبی او مستقیم مقابلی لپاره عمل وکړی.

په دی برخه کی، ډیر نظریات امکان لری مطرح وی: لکه یو لوی پراخ ملی رایزنی رامنځته کونه د خلګو او حکومت ترمنځ واټن د کمولو لپاره او له بل لوری د یو قدرتمند محور رامنځته کولو لپاره هڅی د افغانستان شرایطو ته مرستی لپاره.

آیا د ملی وحدت دولت او د هغه دیپلماسی او امنیتی دستګاوی، دداسی زمینه او امکان رامنځته کولو باندی قادره دی؟

کارپوهان وایی چی دا هغه کلیدی پوښتنه ده چی ځواب یی د ملی وحدت حکومت دولتمردانو عمل به څرګند کړی.

https://avapress.com/vdcbawb8frhba0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته