د جوزجان ولایت په خم آبا ولسوالی مرکز ته څېرمه د امنیتي ځواکونو او د دولت ضد وسله والو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
په همدې حال کې ځینې راپورونو ښیي چې د خم آب ولسوالی ودانې او نورې سیمې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړي دي خو د ولسوالی امنیه قومندانی مرکز لا هم د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
ځایي حکومتي او امنیتي چارواکې تر اوسه پهدې اړه څه نه دي ویلي.
د روان نښتې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو د احتمالي تلفاتو او د وسله والو مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات په لاس کې نشته.
جوزجان د افغانستان په شمال کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د او نورو وسله والو ډلو فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
د جوزجان ولایت په خینې سیمو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال هم فعالیت لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)