دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 138446
پاکستان آرامښت نیسی؛ کوم جنګ به نه سی رامنځته!
د تورخم د دروازی تړل د پاکستانیانو له خوا له یو طرف او راکتی بریدونه د هغه په واسطه له بلی خوا، د افغانستان د دولت او ملت طاقت او صبر ختم کړي دی. د تازه خبرونو په اساس، د تیرو دری ورځی په جریان کی تقریبآ ۴۰۰ راکته د هیواد پر ختیځی ولایتونو باندی توغول سوی دی.
د ننګرهار د والی ویاند په وینا د ۳۰۰ په شاوخوا راکتونه د جمعی ورځی څخه راهیسی د لعل پور پر ولسوالی باندی غورځول سوی دی. تراوسه ددی بریدونو د ځانی تلفاتو څخه خبر نسته؛ خو د ننګرهار لوړ پوړی مقامات ویلی دی چی د ۲۰۰ په شاوخوا کورني خپل کورونه پریښی دی.
دا بریدونه ددی سبب سوی دی چی لعل پور ځینی اوسیدونکی د پاکستان پر ضد لاریون وکړی. له بلی خوا، عبدالغنی مصمم د کنر والی ویاند ویلی دی؛ د یک شنبی په شپه تقریبآ ۷۰ فیره راکت د دیورند د هغه لوری څخه د سرکانو او کونر پر ولسوالیو باندی توغول سوی دی.
هغه وویل دا بریدونه، پر غرني سیمو باندی نښتی دی او د تلفاتو په اړه کوم معلومات نسته. د هغه په وینا، ۵۵ فیره د سرکانو او ۱۵ فیره هم د خاص کنر پر ولسوالی باندی سوی دی. ویل کیږی، د جمعی ورځی راهیسی د راکتی بریدونو څخه په کنر ولایت کی دوه تنه وژل سوی او دوه تنه نور هم ټپیان سوی دی.
مقامات ویلی دی: د پاکستان مرزی ځواکونو شمیر د دیورند خط ته نږدی د ننګرهار او کنر مرزی سیمو ته نږدی ډیر سوی دی.
د خبرونو په اساس ددی بریدونو په ترڅ کی، ارشد امنیتی مقامات د وضعیت د څیړلو لپاره ننګرهار ته تللی دی.
جنرال محمد رادمنش د ملی دفاع وزارت ویاند معاون وویل: مرزی تخطی ګانی د پاکستان له لوری صورت نیولی دی.
د دفاع وزارت ویاند معاون ټینګار وکړ: د پاکستان مرزی تخطی ګانی به د دیپلوماتیک لاری وڅیړی؛ خو که جریان پیدا کړی، اردو د هغه رسالت په اساس چی یی لری، د افغانستان جغرافیایی دفاع پر اردو باندی فرض دی او اجرا به کړی.
هغه وویل: هغه وضعیت چی هلته منځته راغلی دی، لوی درستیز یو ځل قطعات وینی او احضارات ووینی، لکه څنګه چی خبر لری موږ د ننګرهار په کوت کی یو عملیات لرو، د اردو د فعالیتونو د تنظیم او ترتیب لپاره د تروریزم په وړاندی د مبارزی لپاره او د عملیات د ترسره کولو لپاره لوی درستیز جلال آباد ته تللی دی او یقینآ به وضعیت د نږدی څخه تر مراقبت لاندی ونیسی.
په همدی حال کی، عطاالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند امریکا غږ ته وویل: امنیتی ځواکونو ته د آماده باش امر سوی دی او همدارنګه قدم شاه شهیم د افغانستان اردو ځواک لوی درستیز، جنرال عبدالرحمان او ادیب فهیم د ملی امنیت ریاست لومړی معاون د راکتی بریدونو د څیړلو لپاره ننګرهار ته تللی دی.
د هغه په وینا، د دولت په لوړو برخو کی هڅه روانی دی ترڅو د پاکستان راکتی بریدونه د دیپلماتیک لاری حل کړی: که ددی لاری څخه حل نه سی، د افغان ځواکونه مشابه عمل ته آماده دی.
لکه څنګه چی خبرونه رسوی د دواړو هیوادونو جنګ ته هرڅه آماده دی او ټوله پوهیږی چی دا د پاکستان دولت دی چی د جنګ غوښتونکی دی او مصرانه هغه ته لمن وهی. خو د دیورند په دی لوری کی؛ افغان دولتمردان خپل هڅه لری چی تر امکان حده پوری ددی جنګ څخه مخنیوی وکړی او قضیه د دیپلماتیک لاری حل او فصل کړی.
د ځینو تحلیلونو په اساس پاکستان غواړی چی د راکتی بریدونو په ترسره کولو سره، د داعش په وړاندی عملیات د کوت او ده بالا په ولسوالیو کی د مشکل سره مخ کړی. هغه عملیات چی د هیواد دفاع وزارت مسئولینو په وینا په همدی شپی او ورځو کی د داعش تروریستی ډلی په وړاندی په شدت سره جریان لری. ځینی پوهان د پاکستان صداقت د داعش په وړاندی په مبارزه کی په همدی برخه کی تر پوښتنی لاندی راولی او باور لری چی پاکستان په دی برخه کی هم درواغ وایی او د چین، روسیه او نورو دولتونو په شان دولتونو ته فریب ورکوی چی په همدی وختونو کی د مسکو په ناسته کی سره راټول سوی وو.
په دی ټولو جنجالونو سره ډیر پوهان په دی باور دی چی پاکستان ددی قصد نه لری چی افغانستان سره جنګ وکړی او دا هیواد د هغوی په ګمان د کابل سرانو تادیب مقصد لری او په دی وسیلی سره هغوی تر فشار لاندی راولی او ددی اقدام څخه څو مقصده لری؛ یو دا چی د کابل سران وبیروی او هغوی مجبوره کړی چی د هند سره د نږدی اړیکو باندی تجدید نظر وکړی.
دوهم داچی د افغان مقاماتو سره تفهیم وکړی چی د بریالی توب پاڼه د هغوی سره دی او اسلام آباد هر وخت چی وغواړی پر هغوی باندی د فشار راوستلو توان لری او دریم داچی افغان سرانو ته هشدار ورکړی چی داسی نه وی چی هغه کسانو ته په هیواد کی ځای ورکړی چی د پاکستان دولت او خلګو منافع ګواښوی.
په همدی اساس، په یو خوشبینانه کتنی سره ویلای سو چی د افغانستان او پاکستان د وضعیت په بحرانی کیدلوسره، دا وضعیت ډیر وخت نه نیسی او د یو لنډ مودی وروسته هم د تورخم دروازه د افغانستان خلګو په وړاندی خلاصیږی او هم راکتی بریدونه خاتمه پیدا کوی او کوم جنګ به ددی دواړو هیوادونو ترمنځ به صورت ونه نیسی.
https://avapress.com/vdcbawb80rhbfap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته