دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۰
د مطلب کود : 145141
۳۱ میلیون دالر په هیواد کی د وسپنی ویلی کولو په برخه کی سرمایه ګذاری سوی دی
د هیواد د وسپنی ویلی کولو فابریکی اتحادیی مشر وایی چی ۳۱ میلیون دالر د وسپنی ویلی کولو په برخه کی په افغانستان کی سرمایه ګذاری سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د ګزارش له مخی، پرویز خواجه زاده، د وسپنی ویلی کولو فابریکو اتحادیی مشر په یو خبری ناسته په کابل کی وویل چی د ۳۱ میلیونو دالرو سرمایه ګذاری ترڅنګ د ۱۰ زرو کسانو لپاره د کار زمینه برابره سوی دی.
محمد ابراهیم شمس، د دولتی شرکتونو او تصدیو عمومی مشر او د داغمه فلزاتو خرڅونی هیئت وایی: دا ریاست د پنځو میاشتیو به ترڅ کی د وسپنی ویلی کولو ۱۴ داخلی فابریکی په هیواد کی تثبیت کړی دی.
هغه همدارنګه د داغمه فلزاتو تثبیت، د فلزاتو د قاچاق څخه مخنیوی، د فلزاتو لپاره د مناسب قیمت ټاکل د تصدیانو عمومی ریاست نوری لاسته راوړنی وبلل.
همدارنګه سخی پیمان د صنعت کارانو اتحادیی مشر وویل: که حکومت د هغو فابریکو څخه ملاتړ وکړی چی د وسپنی ذوب توان لری د وارداتو سطحه به راټیټه سی.
د ویلو وړ دی چی د داغمه فلزاتو خرڅونی اجرایی ریاست د ۱۳۹۵ کال جدی میاشت کی د داغمه فلزاتو خرڅونی کمیته تر نظر لاندی رامنځته سو.
دا کمیته د مالیه، تجارت او صنایع، اقتصاد، معادن او پترولیم او تجارت او صنایع اتاقونو وزارتخانو له لوری رامنځته سوی دی.
https://avapress.com/vdcbasb88rhba8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته