دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 155942
د خان سټیل د اوسپنې د ویلې کولو فابریکه د ولسمشر غني له خوا پرانیستل شو

د خان سټیل په نوم د اوسپنې د ویلې کولو یوه خصوصي نن په کابل ولایت کې د ولسمشر غني له خوا رسماً پرانیستل شو.

د فابریکې رئیس خان محمد وردک وویل، چې د خان سټیل په فابریکه کې به د اوسپنې د ویلې کولو لپاره ټول نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي دي.

نوموړی زیاته کړه، چې د خان سټیل فابریکې د فعالیت له پيلیدو سره به په ساختماني برخه کې د هېواد ۳۰ فیصده اړتیاوې پوره کړي.

په همدې کې ولسمشر غني د فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې د فولادو تولید سږ کال څه دپاسه ۲۲۰ زره ټنو ته رسیدلی چې د شپږو فابریکو له خوا تولید شوي.

هغه وویل « د خان سټیل ټولو کارکونکو او د افغانستان د صنایعو خوني څخه مننه وکړم چې ښه پیل مو کړی او ښه پای به هم ولري. په دې لارې کې نه یواځې ملي حرکت مو کړی بلکې لوی اسلامی وجیبه مو ترسره کړی.»

ولسمشر غني زیاته کړه، چې  دولت ژمنه کوي چې په دوو هفتو کې به مو ملي دفاع وزارت سره په ګډه ستونزه حل شي پانګوال دې یوځای شي چې د افغانستان د اوسپنې معدن ته په اساسي توګه انکشاف ورکړو.

سرچينه : د صدای اافغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbasb85rhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته