د سولې شورا سرګندویی، موږ د طالبانو سره د سولې خبرو لپاره له وړاندې شرطونه نه لري.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان سولې عالي شورا د کندهار ولایت کې د سولې په اړه جوړه شوې غونډه کې چې له کابل څخه د سولې عالي شورا پلاوي هم پهکې ګډون کړی و.
ویلکږی، چی یاد غونډه کې له وسله والوطالبانو وغوښتل شول چې د سولې خبرو لپاره له هر ډول لومړنیو شرطونو تېرشي.
دکندهار د سولې عالي شورا غړي قاضي حبیبالله پوځي چې د دې شورا په استازیتوب يې خبرې کولې زیاتیوی، چې افغان حکومت هم د سولې خبرو لپاره هېڅ ډول پېش شرطونه نهلري.
سرچنیو وایی، حکومت د سولې د مذاکراتو د پیلولو لپاره هېڅ پېش شرط نهلري او همدا شان توقع لري چې وسله طالبان هم کوم شرط وړاندې نهکړي.