دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 154646
د برېښنا پروژو د پلي کیدو لپاره د ۳۵۷ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د کاسا ۱۰۰۰برېښنا د لېږد لین(هغه برخه چې د افغانستان له خاورې تېرېږي) او د ارغندي ۵۰۰ کیلوولټ سب سټیشن جوړولو قراردادونه تیره ورځ له غرمې وروسته د اقتصاد عالي شورا غونډې په پیل کې لاسلیک شوي.
 
ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې دواړه پروژې به کابو ۳۵۷،۳۶ میلیون ډالر لګښت ولري چې د نړیوال بانک او د اسیایي بانک له لورې تمویل شي.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کاسا ۱۰۰۰ برېښنا د لېږد لین قرارداد د ۳۲۵،۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب او د KPTL او KEC هندي کمپینو مسوولینو لاسلیک کړ.
 
د ارګ ماڼی په وینا، له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ پروژه  یا د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد لین شاوخوا ۷۶۵ کیلومتر اوږدوالی لري چې ۵۶۳ کیلومتره یې له افغانستان څخه تېرېږي او په دریو برخو کې د افغانستان په خاوره کې تطبیقېږي.
 
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر وایي، د دغې سترې اقتصادي پروژې د لومړۍ برخې قرارداد د ۷۶،۹ میلیون ډالرو په ارزښت KPTL کمپنۍ سره، همداراز دویمه برخه یې د ۸۵،۴۳ میلیون ډالرو او دریمه برخه یې د ۷۲،۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت له KEC کمپنۍ سره لاسلیک شوې چې ټولې پیسې یې د نړیوال بانک له بلاعوضه مرستوورکول کېږي او عملي کار به یې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې پیل او د درې کلونو په موده کې  بشپړ شي.
 
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې لین  د افغانستان په خاوره کې په خپل مسیر کې د افغانستان  شمال  ختیځ ، شمال او ختیځ کې له ۶۰۰ کلیو، ۲۳ ولسوالیو او۶ ولایتونو څخه تېرېږي او د  ۱۵۲۰۰۰ کورنیو پر ژوند به چې د  مسیر په اوږدو کې یې اوسېږي مستقیم اغېز ولري.
 
ارګ ماڼی په همدې حال کې وایي د ارغندي ۵۰۰ کیلوولټ سب سټیشن جوړولو قرارداد د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس امان الله غالب او د هندي او افغاني ګډې کمپنۍ Techno-RGM JV  مسوول لاسلیک کړ.
 
ړ جمهوري ریاست دفتر په وینا، د دې سب سټیشن پر جوړولو ۳۲،۲ میلیون ډالر لګښت راځي او د اسیايي پراختیایي بانک له لورې ورکول کېږي چې په بشپړېدو به یې له کابل څخه جنوبي، ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو ته ۲۲۰ کیلوولټه څلور مزي وغځېږي.
 
د ارغندي ۵۰۰ کیلوولټ سب سټیشن جوړولو عملي کار د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې پیلېږي چې د دوه نیمو کلونو په موده کې به بشپړ شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbaab80rhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته