ملی امنیت وایی، یوه ماشومه دوه میاشتې مخکې له استرالیا څخه له خپلې کورنۍ سره د کابل ښار ته راغلې وه چې د سړي تښتوونکو لخوا وتښتول شوه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ملي امنیت د عمومي ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی دی، یوه ماشومه یې د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.
سرچنیو زیاتیوی، چې دغه ماشومه نرګس نومیږي او د کابل په اوومې ناحیې اوسېده.
خبرپاڼه ویلی، چې نرګس دوه میاشتې مخکې له استرالیا څخه له خپلې کورنۍ سره د کابل ته راغلې وه چې د سړي تښتوونکو لخوا وتښتول شوه.
سرچینو زیاتیوی، تښتونکي د دغه ماشومې خوشې کېدو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې وه.