دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 139841
په افغانستان کې د پېنځه زره نورو سرتېرو لیږل
په افغانستان کې د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان د پېنځه زره نورو سرتېرو د رالیږلو غوښتونکی شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په افغانستان کې د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن وايي، چې په افغانستان کې سرتېري د داعش د ګواښونو د راکمولو لپاره یوه اړینه اړتیا ده.
په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ډېرول؛ د داعش د ګواښونو د راکمولو لپاره د امریکایي پوځیانو یوه نوې تګلاره ده.
په ښکاره د نویو راپیدا شویو ترهګرو ډلو ګواښونه په ځانګړي توګه د داعش رامنځته کیدل د امریکا لپاره دومره د اندېښنې وړ ده، چې جنرال جان نیکولسن د اوسني ولاړ جنګي حالت د پای ته رسولو لپاره د پېنځه زره نورو پوځیانو د رالیږلو غوښتنه کوي.
نوموړي په بشپړ ټینګار ویلي؛ مونږ نشو کولی، چې له افغانستان څخه د وتلو بیه پرې کړو. دا هغه ځای دی، چې د دوه زره لومړي کال د سپتمبر په یوولسمه په کې د تروریزم ضد جګړه پیل شوه. دلته ماته ترهګر په ټوله نړۍ کې زړور کوي او په ډېر شمېر افراد به یې تر رپي(بیرغ) لاندې راټول شي.
ټاکل شوې، چې جنرال جان نیکولسن دغه موضوع د روان کال د می په میاشت کې د ناتو ناستې ته وړاندې کړي، هغه ځواکونه، چې لومړنۍ موخه به یې له داعش سره مبارزه وي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي؛ د حیرانتیا خبره ده، چې داعش دومره ګواښوونکی ښودل کیږي. په داسې حال کې، چې داعش په دې هېواد کې ډېر بې ځواکه دی.
جنرال نیکولسن مخکې ویلي وه، چې د افغانستان حکومت همدا اوس یوازې پر ۶۲ سلنه نفوس کنترول لري او له ټولې خاورې څخه یوازې ۵۷ سلنه یې په لاس کې ده.
https://avapress.com/vdcba9b88rhbfwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته