دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 92184
کونړ:د پاکستان له لوري پر دانګام اته توغندي ویشتل شوي دي
د کونړ امنیتي چارواکي وایې، د پاکستان له لوري د کونړ پر دانګام ولسوالۍ اته توغندي ویشتل شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان عبدالحبیب سید خیل نن ازادۍ راډيو ته وویل، دغه راکټونه نن سهار وشتل شوي چې تلفات نه لري.
ښاغلي سید خیل وایي، په تیره یوه اوونۍ کې د پاکستان له لوري د کونړ پرشیګل دانګام او سرکاڼو ولسوالیو نږدې سل توغندي ویشتل شوي دي.
تیره اوونۍ د پاکستان افغانستان او ناټو ترمنځ درې اړخیزه غونډه کې هم د نورو مسایلو ترڅنګ د پاکستان له خوا پر افغانستان د راکټي بریدونو پر بندولو هم خبرې وشوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس ( آوا)
https://avapress.com/vdcba8b9.rhb5wp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته