دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 151540
په ګردیز ښار کې پر له پسې درنې چاودنې شوي

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې دوه پر له پسې درنې چاودنې شوي.

د ځایي چارواکو په وینا، پيښه د ګردیز ښار اړوند د امنیه قوماندانی مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه کره معلومات په لاس کې نشته خو لومړنی معلومات ښیي چې چاودنې د موټر بمونو په واسطه ترسره شوي.

تر اوس په د پیښې د تلفاتو په اړه هم کوم معلومات په لاس کې نشته.

نور جزئیات وروسته.

سرچينه : د صدای افغان خبری(آوا)
https://avapress.com/vdcba8b8grhbssp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته