دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 146744
امنیتی پیمان؛ د تصویب څخه تر پښیمانی پوری

عبداللطیف پدرام؛ د نمایندګانو مجلس غړۍ د افغانستان او امریکا امنیتی پیمان و ناکارآمدی ته په اشاره سره، هغه یو ټول عیار کاپیتولاسیون وبلل. د هغه په وینا، ټول عیار کاپیتولاسیون په دی معنی دی چی د افغانستان پیمان د یو مستعمره هیواد حده پوری تنزیل ورکړی دی.
ښاغلی پدرام په یو یادونه کی په خپل مجازی پاڼه کی لیکلی چی قومی مشران او سران امریکا د خدایی پر ځای باندی کښینولی وو. د خدای او د خدای خلق څخه مرسته نه غوښتله، د امریکا څخه مرسته غوښتله.
پردام لیکی: همدا مدعیانو وکیلان، په پارلمان کی پیمانونو او استعماری معاهدو ته رایه ورکړل. د همغو ورځو څخه باید خپل هیواد آزادی فکر کی وای.
د نمایندګانو مجلس دا غړۍ په پای کی لیکلی دی چی دا توهینونه او تحقیر او بی عزتی به ادامه ولری. حتمآ د ډیرو نومونه د یو بل ترشا لیست سوی دی او د ټولو نوبت رسیږی. امریکا او اروپا اتحادیه د هیواد په ټولو چارو کی به لاس وهنه وکړی او دا هغه حق دی چی تاسو ورکړی دی.
د نمایندګانو مجلس دا ارشد مقام موضع ګیری د هیواد استقلالیت او امریکا سره د افغانستان امنیتی پیمان په اړه، د ډیرو کارپوهانو په باور، د هیواد سیاسی بحران تابع دی؛ هغه وضعیت چی ناظران هغه د خارجی ځواکونو مستقیم او جدی حضور او د هغوی لاس وهنی د افغانستان په چارو کی څخه بولی.
د پوهانو په باور، د امریکا او اروپا اتحادیه سفارت مستقیم موضع ګیری په کابل کی د دوستم او ایشچی په قضیه کی، د مثال په توګه شکاره کړل چی خارجیان د تروریزم سره مبارزی او امنیت او ثبات څخه لوړ، د هیواد داخلی مسایلو کی هم سلطه ګرایانه نظر لری او ځانته حق ورکوی چی په آزادانه توګه په دی چارو کی لاس وهنه وکړی او په آسانی سره د دولت او اساسی قانون او قضایی نهادونو او ملی او منتخب نهادونو پرځای کښینی او تصمیم ونیسی. د ښاغلی پدرام سخت موضع ګیری هم همدی موضوع ته اشاره کوی او وایی چی دا همغه حق دی چی قومی مشران او مجلس نمایندګان او د دولت نور غړۍ د خارجی ځواکونو په اختیار کی ورکړی دی او هغوی هم بیله کوم بیری ددی حق څخه ګټه اخلی.
د ښاغلی پدرام خبری همدارنګه دا حکایت لری چی د امریکا سره د امنیتی پیمان امضا څخه ډیر وخت وروسته پشیمانی، نه سی کولای د استعماری بار څخه کوم څه کم کړی؛ ځکه چی دا همغه څه دی چی د لمړۍ سر څخه د وړاندوینی وړ وو او بیله دی کوم بل څه انتظار هم نه کیدل.
دا چی ډلی فکر کوله چی امریکا او هم پیمانه یی، د میلیاردونو دالرو په لګښت سره، خپل سرتیرو ژوند په خطر کی اچوی او افغاسنتان کی سوله او امنیت راولی او د تروریزم سره مبارزه کوی او د افغانستان د آرامتیا او آزادی سبب ګرخی، ډیر ساده اخذ وو او نن چی نه سوله رامنځته سوی او نه هم ناامنی کم سوی دی، او نه هم یو ملی او مشروع او ځواب ویونکی او دموکراتیک دولت د خلګو پر برخلیک باندی حاکم سوی او نه هم کوم پرمختګ د تروریزم سره مبارزی په برخه کی منځته راغلی دی، مشخص سوی دی چی د لویو قدرتونو سره امنیتی او استراتژیک پیمان یواځی د هغوی سلطی پراختیا لپاره په افغانستان کی وو او افغانستان هغوی ته یو مستعمره هیواد باندی بدل سوی دی.
په دی منځ کی، هر ورځ د امریکا سره امنیتی پیمان باندی تور او نیوکی د نمایندګانو په مجلس کی نه سی کولای زموږ مشکلات کم کړی؛ ځکه چی اوس ددی موضع ګیریو لپاره ډیر ناوخته سوی دی، او دا موضع ګیری هغه وخت ګټه مند وو چی د مجلس په علنی صحن کی، د امنیتی پیمان په اړه ژور فکر کولای او پایلی یی سنجولای وای او وروسته د هغه په اړه د تصویب یا هم نه تصویب تصمیم نیولی وی.

https://avapress.com/vdcba0b8arhbazp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته