دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 56779
تېر کال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تلفات ۴۶ سلنه کم وو
په افغانستان کې تېر ميلادي کال د چاودېدونکو بمي وسيلو له کبله د امريکايي ځواکونو تلفات ٤٦ فيصده کم وو.

د امريکا د فاع وزارت وايي، تېر ميلادي کال دغه تلفات ځکه نيمايي ته راکم شوي؛ چې افغان ځواکونو د جګړې زيات مسووليتونه اخيستي او د امريکايي ځواکونو تر بل هر وخت زيات بمونه کشف او شنډ کړي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې تېر ميلادي کال په چاودنو کې ١٠٤تنه امريکايي سرتېري وژل شوي، حال دا چې په ٢٠١١م کال کې دغه ارقام ١٩٦ تنه وو.

په ٢٠١٢م کال کې د بمي وسيلو په مرسته بريدونه د وړم کال په پرتله ٨ فيصده کم ښوول شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9zbs.rhb0zp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته