دخپریدو نیټه :شنبه ۹ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 137294
د هېواد صنعتي ودې ته دې ځانګړی بورد رامنځته شي
د صنعتکار رانو ټولنه وايي، چې د کورنیو تولیداتو او صنایعو د ودې لپاره با ید ځانګړی بورد رامنځ ته شي.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : په تېرو ۱۵ کلونو کې د هېواد صنعتي پارکو نه بېلا بېلو ادارو پورې و تړل شول. لکه د کانونو وزارت، د ایسا اداره او یا د سوداګرۍ وزارت، چې په دې بهیر کې کورنیو تو لیداتو او صنایعو ته هیڅ راز پراختیا په برخه نشوه.
د صنعتکارانو ټو لنې مرستیال عبد الجبار ساپی وا يي، د اقتصاد په عالي شورا کې مو وړاندیز کړی، چې د کورنیو تو لیدا تو او صنایعو د پراختیا لپاره باید یو ځانګړی بورد رامنځ ته شي، چې صنعتکاران په خلاص لاس او د یو منظم پلان له مخي خپل کارو نه پرمخ یوسي.
د نوموړي په وینا؛ له ولسمشر څخه مو غوښتنه داده، چې د صنعتي ودې لپاره دې اقتصادي بورد خپلواک او مستقل کړي.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، که ولسمشر د کورنیو تو لیداتو او صنایعو د ودې لپاره ځانګړی بورد یا اداره را منځته کړي او په کي مسلکي کسان پر د ندو وګماري؛ نو د تو لید پر لوري د حرکت لپاره یوښه ګام دی.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي، د صنعتکارانو دغه غو ښتنه ډ ېره پرځای ده؛ ځکه د صنعتي ودې لپاره باید یو ځانګړی بورد وي. همدا لامل دی، چې صنعت له سوداګرۍ بېل منل شوی او بېلابېلې ادارې او پلان باید ولري.
صنعتکاران له و لسمشر څخه غو ښتنه کوي، چې د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش په برخه کې باید له د قت څخه کار واخستل شي او هغه چاته باید ځمکه ورکړ شي، چې د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي. دا سې خلکو ته دي ځمکي نه ورکول کیږي، چې صنعتکار نه وي.
https://avapress.com/vdcb9zb8arhbf5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته