دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۵
د مطلب کود : 135791
مرکزی بانک ۱۸ میلیونه دالره د داوطلبی له لاری لیلاموی
د افغانستان مرکزی بانک؛ اتلس میلیونه دالره د داوطلبی له لاری لیلاموی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، د افغانستان بانک د اتلی میلیونو دالرو په مبلغ راتلونکی ورځ د جاری کال د جدی په ۶ په لیلام ډول په خرڅ رسوی.

د افغانستان مرکزی بانک د یو اعلامیی په اساس د ټولو صرافانو چی واجد شرایط وی او تجارتی بانکونو څخه چی مخکی د یو میلیون او پنځه زره افغانی په مبلغ پیسی یی د تضمین په ډول د افغانستان بانک د عمومی عملیات بازار او زونو مرکزو کی تحویل کړی وی ځینی دعوت کیږی چی په دی داوطلبی کی شرکت وکړی.

دا نهاد اعلام کړ: د لیلام بریالی کیدونکی مکلفیت لری چی حسابونه یی د ورځی تر ختم پوری تسویه کړی.

ددی اطلاعیی په اساس، هغه صرافان چی تراوسه یی یو میلیون او پنځه زره افغانی د تضمین په ډول نه یی تحویل کړی، کولای سی یو ورځ مخکی تر داوطلبی پیسی تحویل او په بل لیلامونو کی اشتراک وکړی.

مرکزی بانک ټینګار وکړ: د معاملاتو قسمی تسویه مجازنه سی کیدلای او د لیلام بریالیان د هغوی د ذمت پیسی قیمت یو ځل په نقدی ډول په معین وخت کی بانک ته تحویل کړی.

همدارنګه مزایده کوونکی نه سی کولای د دری په سلو کی اضافه د اعلان سوی مبلغ مجموعی څخه غوښتنه وکړی.
https://avapress.com/vdcb9sb88rhbfzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته