دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 153890
ننګرهار کې وسله والو طالبانو خپل ډلمشر وژلی

په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومت چارواکي وایي وسله والو طالبانو خپل ډلمشر وژلی دی.

چارواکي زیاتوي چې د شېرزادو ولسوالی اړوند په کرکېخیل سیمه وسله والو طالبانو خپل ډلمشر مولوي شکور له داعشیانو سره د اړیکې په تړاو وژلی.

د ننګرهار ولایت مقام هم په یوه بیان کې لیکلي، چې د وسله والو طالبانو یو ډلمشر د خپل وسله والو له خوا له داعشیانو سره د اړیکې په تور وژل شوی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ د مامندرې سرخ اب بازار سيمه کې تېره اونی داعش وسله والو د خپلمنځي اختلافاتو له امله د خپلو ۱۵ غړو سرونه پرې کړي.

د سیمه ییز چارواکو په وینا، د معلوماتو له مخې په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو ترمنځ سخت اختلافات رامنځته شوي، چې له امله يې خپلمنځي وژنې پيل کړي دي.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9fb8grhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته